د متحده قومونو مشر اېنټونیوګوټېرېس خبرداری کړی چې په نړیواله کچه د اېټمي وسلو خطر مخ په زیاتیدو دی ځکه چې د مخنیوي لارې چارې یې کمزوري کېږي.
د اېټمي وسلو د مخنیوي یا نیوکلېیر نان پروفیلېرېشن په اړه د د ګل، دوشنبې، په ورځ د یوې غونډې د شروع کېدو په موقع ګوټېرېس وویل نن ورځ انسانیت د اېټمي تباهۍ نه یوازې یوه غلطي لرې دی.
نوموړي خبرداری وکړو چې د منځني ختیځ نه د کوریايي جزیرې پورې د اېټمي وسلو د کارولو تر څنګ په یوکراېن د روس برید لانجه هم روانه ده. د نوموړي په وینا دا مهال په نړۍ کې نژدې ۱۳ زره اېټمي وسلې موجودې دي.
ګوټېرس وویل د نړۍ حکومتونه د قیامت یا د تباهۍ د ورځې لپاره اېټمي وسلې راغونډوي او په دغو بېلینونه ډالره مصرف کوي او په دغې کې غلط یا خطا امنیت لټوي. د دغې وسلو زمونږ په نړۍ کې د ساتلو هیڅ ځاې نشته. نوموړي ویلي خلک د دویم نړیوال جنګ اثرات هېرونکي دي.
نوموړي زیاته کړه چې هغه به د اګست په ۶ مه نېټه د جاپان هېروشیما ښار سفر کوي چرته چې ۷۷ کاله وړاندې د امریکا لخوا کارول شوي ایټمي وسلې په یاد کې غونډه کیږي.
د اېټمي وسلو د خوریدو مخنیوي معاهده یا لوظنامه یا اېن پي ټي چې په کال ۱۹۷۰ کې پېل شوې وه، تر مخه یې په ټولو هیوادونو غږ شوی چې د ایټمي وسلو د خوریدو مخه ونیسي، د وسلې ختمول زیات کړي او د ایټمي توانایۍ پرامنه استعمال زیات کړي.
ښاغلي ګوټېرس په هیوادونو غږ وکړو چې د ایټمي ټېکنالوژۍ پرامنه او د پاکې انرژۍ ترڅنګ په طبي څانګه کې یې کارول زیات کړي. نوموړي وویل ٫٫ که د پرامنه مقصدونو لپاره وکارول شي دا ټېکنالوژي د نړۍ لپاره لویه ګټه ده. ٬٬
د ایټمي جګړې په اړه د روس خبرداری
په دغه غونډه کې د روس لخوا د اوکراېن پرضد د ایټمي وسلو د کارولو د خبردارې غندنه د نړۍ د ډیرو مشرانو لخوا وشوه. په دغه کې د پېسفک سیمې او نارډک هیوادونو مشران هم شامل وو.
د امریکا خارجه سېکتر انتوني بلېنکن وویل چې په جنورۍ کې د نړۍ پینځه ایټمي هیوادونو برتانیې، چین، فرانس، روس او امریکا ټولو دا منلې چې ایټمي جګړه نه شي ګتل کیدلی او پکار نه ده چې ایټمي جګړه وشي.
ښاغلي بلنکن وویل ٫٫ ورپسې په بله میاشت کې روس په اوکراېن پوره یرغل وکړو او د ایټمي وسلو د کارولو دهړکې یې ورکړی، او د روس صدر ولادي میر پوټن خبرداری ورکړو چې کوم هیوادونه د اوکراېن د دفاع مرسته کوي به داسې ځواب وویني چې پخوا به په تاریخ کې نه وي لیدل شوي.
د روس لخوا د اروپا تر ټولو لوې ایټمي پلانټ د نیولو اړخ ته د اشارې په وخت د امریکا د خارجه چارو سکتر وویل چې روس اوس دغه پلانټ د پوځي مرکز په توګه کاروي، ځکه دوي ته معلومه ده چې اوکراېن بیرته دغه پلانټ نه شي نیولی ځکه که دوي برید کوي نو ایټمي ریکټر په نخښه کولی شي.
بلنکن وویل په نړۍ کې د ایټمي وسلو کارولو لپاره هیڅ ځاې نشته او پکار ده مونږ ټول د دې ردولو لپاره یو ځاې ودریږو. د جاپان وزیراعظم هم په دغه غونډه کې د روسي ګامونو په اړه د نړۍ اندېښنې په ګوته کړې. نوموړي وول ٫٫ د روس لخوا په ایټمي مرکزونو بریدونه باېد برداشت نه کړل شي. د اېټمي وسلو د مخنیوي نړیوالې ادارې یا ايي ای اي ای مشر یادې غوندېه ته وویل چې در وس لخوا د ایټمي خشاک پاکولو اوو بټو نیول د نړیوال قانون سرغړونه ده. تمه ده روس به د دغه غونډې به اخیره کې وینا کوي.
د نړۍ پینځه ایټمي هیوادونو په شمول ۱۹۱ هیوادونه په دغه غونډه کې ګډون کوي چې د اګست د ۲۶مې نېټې پورې به روانه وي. په غونډه کې به ۱۳۳ حکومتونه او ادارې ویناوې کوي. د ایران ناېب خارجه وزیر رضا نجفي هم امکان دی دغه غونډې ته ویناوکړي د نړۍ ایټمي طاقتونه هڅې کوي چې ایران د کال ۲۰۱۵ ایټمي معادې ته بیرته رضا کړي. په دې غونډه کې ګډون نه کونکو هیوادونو کې اسراېیل، هندوستان او پاکستان شامل دي دچا په اړه چې ګمان کیږي چې ایټمي وسلې لري او چا هم اېن پي ټي نه دی لاس لیک کړی. په. غونډه کې ځیني هیوادونو د چین په اړه هم اندېښنې ښودلي چې چین هم خپلې ایټمي وسلې سېوا کوي.
یادونه: د دې خبر معلومات د متحده قومونو د مرکزي دفتر نه د وي او ای خبریالې مارګرېټ بشير د خبر نه اخیستل شوي دي