پښتونخوا کې د پوليو په ټيم او ساتنه مامورو پوليسو وسله وال بريدونه شوي

د خېبرپښتونخوا په مردان او ټانک سيمو کې د پوليو په دوه بېلابيلو ټيمونو وسله وال بريدونه شوي، په يو بريد کې د پوليو ټيم ساتونکی ژوبل شوی، او ‏بل بريد کې چارواکو دعوه کړې، حمله کوونکي یې په شا تمبولي دي.‏

د خېبرپښتونخوا په زياترو برخو کې د درېم مارچ نه تر اووم مارچ پورې د پوليو ضد څاڅکو کمپاين پېل شوی دی. ‏

د مردان ضلعې پوليس وياند فرمان خان وايي، د مردان د تخت بايي تحصيل په پيرسدو علاقه کې د پولیو په ټیم وسله وال بريد شوی، د پوليو په ټيم ‏ساتنه مامور پولیس پکې ژوبل شوی، روغتون ته منتقل کړل شوی او روغتيايي حالت یې د خطرې نه بهر دی.‏

نن د نهې- سه شنبې په ورځ جنوبي ضلعه ټانک کې د پوليو په ساتنه مامور پولیس ګاډي باندې سهار ډزې شوي، خو پوليس وايي حمله کوونکو ته کلک ‏ځواب ويل شوی او په شا تمبول شوي دي.‏

د ټانک ضلعې د پوليسو مشر افتخار علي شاه وايي، دا پېښه د پينګ په علاقه کې شوې ده.‏

هغه وویل، د پينګ پوليس تاڼې موبايل ګاډی سهار د پوليو کمپاين په وخت په علاقه کې په ګزمه وو نامعلومه کسانو پرې ډزې کړي، خو پوليسو په حمله ‏کوونکو ځوابي ډزې او په شا یې تمبولی دی.

د پولیس افسر په وينا په بريد کې پوليسو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.‏

پرون په خېبر ضلعه کې په پوليو ټيم وسله وال بريد شوی، ساتونکی پوليس او د پوليو کار کوونکی پکې ژوبل شوي وو.‏

د خېبرپښتونخوا وزیراعلا علي امين ګنډاپور دغه بريد غندلی او په پوليس بريد کې د ککړو کسانو نيولو لارښوونه کړې او د پوليو کمپاين د امنيت نور ‏سېوا کولو یې ويلي وو.‏

د خېبرپښتونخوا په دوه ضلعو لکي مروت او ډېره اسماعیل خان کې وړاندې د ټول ملک سره يو کمپاين شوی، او تازه روان کمپاين چې په درېم مارچ پیل ‏شوی، په ملاکنډ او هزاره ډويژنو کې د باران او موسم له امله کمپاين دوه ورځې وروسته کړل شوی او د نن څخه پېل کړل شوی دی.‏

په درېم مارچ د خېبرپښتونخوا وزيراعلا علي امين ګنډاپور په صوبه کې د پوليو ضد څاڅکو کمپاين پرانسته کړې او ويلي يې په دويم پړاو کې 74 لکه ‏ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکول کيږي، 35،000 ټيمونه او ‏‎55,000‎‏ ساتونکي په ځای کړل شوي دي.‏

هغه ویلي وو نوی منتخب حکومت به د نوي عزم سره د دې موذي ناروغۍ پرضد مبارزه جاري ساتي.‏

پاکستان کې سږ کال د پوليو کومه پېښه مخې ته نه ده راغلې او تېر کال شپږ پېښې رپورټ شوې وې، څلور په خېبرپښتونخوا او دوه په بلوچستان کې ‏مخې ته راغلې وې.‏