ساینس پوهان به د سپوږمۍ په مخ د بوټو د کرلو تجربه کوي

پوهان وايي په سپوږمۍ د نباتاتو په کامیابۍ د کرلو په نتېجه کې په ځمکه د هغو سیمو خلکو مرسته کېدلی شي چې د موسمي بدلون له امله د افتونو او د خوراک په پېداوار کې د کمي سره مخامخ دي

د یو شمېر ملکونو ساینس پوهان به په کال ۲۰۲۵ کې د سپوږمۍ په مخ د بوټو د کرلو او لویولو ازموېنه کوي.

پوهان وايي په سپوږمۍ د نباتاتو په کامیابۍ د کرلو په نتېجه کې به په ځمکه د هغو سیمو خلکو مرسته کېدلی شي چې د موسمي بدلون له امله د افتونو او د خوراک په پېداوار کې د کمي سره مخامخ کېږي.

په سپوږمۍ د بوټو د کرلو د منصوبي مشري د اسټرېلیا لونېریا ون نومې کمپني کوي.

د وي او ای رپورټ وايي دا به لومړي ځل وي چې پوهان به په خپل تحقیق کې ګوري چې ایا بوټي د سپوږمۍ سخت حالات زغملی شي او وده هم پکې کولی شي او که نا؟

د امریکې، اسرایل، جنوبي افریقا او د ځینو نورو ملکونو د یونیورسټیو پوهان په دغه منصوبه کې شریک دي او د خپلې تجربې په اړه وايي دا لومړي ګامونه دي دا معلومولو دپاره چې ایا د خوراک، دوایانو او د اکسیجن ګېس د پېدا کولو دپاره د سپوږمۍ په سطح بوټي کرل امکان لري او که نا؟

دغه عناصر په سپوږي د انسان د ژوند دپاره هم ضروري ګڼل کېږي.

خو ساینس پوهان وايي په سپوږمۍ د نباتاتو کرل به د ځمکې دپاره هم ګټه ور وي. څېړونکي امید څرګندوي چې تحقیق به یې په ځمکه په سختو موسمي حالاتو کې د خوراک په پېداوار کې هم مرسته وکړي، په خصوصي توګه د قدرتي افتونو وروسته په داسې حال کې چې د خوراک کمی پېدا شي.

د اسټرېلین نېشنل یونیورسټۍ اېسوسي اېټ پروفېسره کېټلن برټ چې د لونېریا ون مشیره هم ده، وي او ای ته وایي په خلا کې تحقیق په ځمکه د مسلو په حل کولو کې هم مرسته کولی شي.

مېرمن برټ وايي که د انجېنيرۍ دلارې د خلا په انتهايي حالاتو کې بوټې کرل ممکن وو نو بیا په ځمکه د خوراک د کمي مخنيوی هم کېدلی شي.

په سپوږمۍ په ازماېښتي توګه د کرلو دپاره چې کومو بوټو ته داوخت کتنه کېږي پکې د اسټرېلیا د وښو یو قسم هم دی چې په انتهايي سختو حالاتو کې ژوندی پاتې کېدلی شي او په ځینو حالاتو کې څو میاشتې اوبو ته ضرورت نه لري.

د اوښو دغه بوټي به په بند ډبي کې اسرایل په بېیرشیټ ټو نومې راکټ سپوږمۍ ته لېږل کېږي. دغه بوټې به د بهرني حالاتو نه په محفوظ ډول حالاتو کې وده کوي او ساینس پوهان به يې څارنه کوي.

د اسټرېلیان ساینس پوهان وايي امید کوي چې په سپوږمۍ د بوټو لویولو تجربه به په ۲۰۲۵ کې شروع کړي.

یادونه: د دې خبر سېډني، اسټرېلیا، نه د وي او ای خبریال فېل مرسر د رپورټ نه اخیستل شوي دي