قرارداد: کوچنیانو ته دې بازاري پۍ تش د ډاکټر په نسخه ورکړل شي

د پاکستان په مرکزي پارلمان کې وړاندې شوي یو قرارداد کې غوښتنه شوې، چې په هېواد کې دې کوچنیانو ته د بازاري پیو ورکول محدود شي او تش د ډاکټر په نسخه دې ورکړل شي

په دغه قرارداد کې غوښتنه شوې ده، چې میندې دې کوچنیانو ته یواځې په هغه صورت کې وچې شودې (پۍ) ورکړي چې د ډاکټرانو له خوا ورته ولیکل شي.

د دې قرارداد مقصد میندو ته دا پیغام ورکول دي، چې هغوی خپلو کوچنیانو ته خپلې مورنۍ شودې ورکړي او د بازاري شودو له ورکولو ډډه وکړي.

دغه قرارداد د تحریک انصاف ګوند د پارلمان غړې نفیسه عنایت الله خان خټک وړاندې کړی دی. دې په دغه قرارداد کې د یو رپوټ حواله ورکړې ده، چې وایي پاکستان هر کال له بهرنیو هېوادونو د وچو پیو په را غوښتلو ۴۰ میلینه ډالره خرڅ لګوي.

نفیسه خټک په دغه قرارداد کې ویلي، دا وخت په هېواد کې لږ تر لږه د ۱۶۰ کمپنیو د وچو پیو بېلابېلې نمونې دي، چې ځینې پکې غیرمعیاري هم ګڼل کېږي او د مور د شودو په نسبت پروټین او غوړ پکې کم دي، چې زر نه هضم کېږي.

د ملګرو ملتونو د روغتیا ادارې، ډبلیو.ایچ.او او یونیسیف تېر کال په خپل یوه رپوټ کې ویلي وو، چې کوچنیانو ته په لومړیو شپږو میاشتو کې د مور شودې ورکول د هغه روغتیا ته ډېره ګټه لري.