د افغانستان پولې ته نزدې دپاکستان په قبائيلي سيمه باجوړ ايجنسۍ کې چارواکي وایي د زيارت په ورځ کې مخ پټو وسله والو يوه د سکول ښوونکې ميرمنه وژلې او دهغې نورې دوه ملگرې يې سختې ژوبل کړي دي.
په باجوړ کې يو انتظامي چارواکي عدالت خان په دغه هکله وئيلي دي دسکول په دغو ښوونکې ميرمنو هاغه مهال مخ پټو وسله والو طالبانو ډزې پيل کړې کله چې هغوي دباجوړ مرکز خار څخه پيدل خپلو کورونو ته روانې وې.
عدالت خان وويل د5ؤ څخه نيولې تر 6ؤ پورې مخ پټو وسله والو طالبانو په دغو ميرمنو ډزې وکړې چې له امله يې يوې په موقع ساه ورکړه او دوه نورې ژوبل شوې ښوونکې نزدې هسپتال ته دعلاج لپاره وړل شوي دي.
دپاکستان پوځ دکال 2008م داگست په مياشت کې په باجوړ کې دموجودو سلگونو جنگيالو په ضد په لويه پيمانه عمليات کړي وؤ او پوځ په دغو عملياتو کې دسيمې څخه دتندلارو دختمولو ادعا هم کړې وه، خوددغو ادعاوؤ باجود په سيمه کې وخت ناوخته دامنيتي ځواکونو ترڅنگ په اولسي وگړو دتندلارو لخوا دبريدونو خبرونه ترلاسه کيږي.
په باجوړ ايجنسۍ کې موجود لسگونه تندلاري نۀ يواځې دا چې دجينکو تعليم سخت مخالفت کوي بلکې هغوي په دغه سيمه کې په لسگونو سکولونه په بمونو الوځولي او دسکول گڼ شمير ښوونکې ميرمنې يې هم وژلي دي.
باجوړ: وسله والو دسکول يوه ښوونکې ميرمن وژلې ده
باجوړ: وسله والو دسکول يوه ښوونکې ميرمن وژلې ده