بلوچستان : بمي چاؤدنه کې څلور کسان وژل شوي دي

د زيارت په ورځ جعفراباد ښار کې په يوه بمي چاؤدنه کې دتيلو او گيسو لټونکې سرکاري ادارې ددريوؤ غړو په شمول څلور کسان وژل شوي دي

د پاکستان په بلوچستان صوبه کې دچارواکو وينا ده چې دزيارت په ورځ په يوه بمي چاؤدنه کې دتيلو او گيسو لټونکې سرکاري ادارې ددريوؤ غړو په شمول څلور کسان وژل شوي دي.
دغه پيښه دپايتخت کوئټې څخه تقريباً 350 کلو ميټره ختيز لوري ته دجعفراباد ښار په ډيره الله يار سيمه کې هاغه مهال رامينځته شوه کله چې دائل اينډ گيس ډويلپمنټ کمپنۍ( او جي ډي سي ايل) چارواکو او دهغوي د ساتونکو عسکرو دگاډو کاروان دښار دبائي پاس سره نزدې په نخښه کړل شو.
پوليس وائي بارودي مواد دسړک په غاړه ولاړ يو موټر سائيکل کې نصب کړل شوي وؤاو چاؤدنه دريموټ کنټرول په ذريعه شوې ده، په دغه پيښه کې پينځه کسان ژوبل شوي هم دي.
په سملاسي توگه کومې ډلې ددغه پيښې ذمه واري په غاړه نۀ ده اخستې خو په تيرو وختونو کې بيلتون خوښو بلوڅ تنظيمونو دامنيتي ځواکونو ترڅنگ دسرکاري ادارو چارواکي هم په نخښه کړي دي.