بلوڅ طالب علم چې پولیس ویلي وو په چینیانو د حملې په لړ کې تفتیش دلاندې و ازاد کړی شو

په کراچۍ کې د حملې وروسته امنیتي ادارو بېبګر امداد بلوچ په لاهور کې د پنجاب یونېورسټۍ نه نیولی و

بلوڅ طالب علم بیبګر امداد بلوچ چې پولیس ویلي وو په کراچۍ یونېورسټۍ کۍ په چینیانو استاذانو د ځانمرګي حملې په لړ کې تفتیش دپاره نیول شوی وو ازاد کړی شوی دی.

د وي او ای اردو څانګې د رپورټ ترمخه د بلوڅ زدکونکو د اتحادیې یو غړي ویلي امنیتي ادارو بیبګرامداد بلوچ په دې شرط ازاد کړو چې هغه د بازیابۍ دپاره لاهور های کورټ ته ورکړی شوی خواست دې بېرته واخیستل شي.

د وي او ای اردو څانګې په خپل رپورټ کې وویل د اسلام اباد په قاید اعظم یونېورسټۍ کۍ د بلوچ کونسل صدر سلام بلوچ د بیبګرامداد بلوچ د ازادېدو تصدیق وکړو او د هغه وکیل حیدر علي بټ په ټویټر د ازادۍ وروسته د بیبګرامداد بلوچ تصویر شریک کړو.

د اپرېل په 26 نېټه په کراچۍ یونیورسټۍ کې د چینايي ژبې د زدکړې مرکز د استاذانو په موټر ځانمرګي حمله کې درې چینیايي استاذان او د دوی پاکستانی ډرایور وژل شوي دی.

بلوڅ مسلح ډلې بلوچستان لېبرېشن ارمي د حملې ذمه واري مړنلې او ویلي یې دي چې ښځینه حمله کوونکي چینیان په هدف کړي وو. امریکې بي اېل ای ترهګر تنظیم ټاکلی دی.

په کراچۍ کې د حملې وروسته امنیتي ادارو بېبګر امداد بلوچ په لاهور کې د پنجاب یونېورسټۍ نه نیولی و.

په پنجاب یونېورسټۍ کې د بلوڅ زدکوونکو تنظیم بلوچ کاونسل یونیورسټي اف دي پنجاب ترمخه بیبګر امداد بلوچ په اسلام اباد کې د نمل یونېورسټۍ طالب علم دی او لاهور کې د یو خپلوان ترڅنګ ورغلی و چې امنیتي ادارو د یونېورسټۍ نه ونیولو.

د بیبګر امداد بلوچ د بازیابۍ دپاره لاهور های کورټ ته د شوي خواست په ځواب کې لاهور پولیس عدالت ته ویلي وو چې زدکوونکی په کراچۍ کې د ځانمرګي حملې په اړه تفتیش دپاره نیول شوی دی. وېل کېږي چې د حملې نه یوه ورځ وړاندې بلوچ په کراچۍ کې وو.

د قاید اعظم یونیورسټۍ زدکوونکي سلام بلوچ د وي او ای اردو څانګې ته وویل چې پولیس یا بلې کومې ادارې د بیبګر امداد بلوچ د ګرفتارۍ دپاره څه عدالتي حکم نه لرلو.

د سلام بلوچ په قول د ګل، دوشنبې، په ماښام په لاهور کې قانون عملي کوونکو ادارو د بلوچ زدکوونکو سره ولیدل او ویې وېل که چېرې عدالت ته د ادارو خلاف ورکړی شوی خواست بېرته واخیستل شي نو بیبګرامداد بلوچ به دوی ته وسپارل شي طالب علمان دې ته راضي شول او بلوچ ازاد کړی شو.