د بلوچستان په هرنائي کې په اېف سي ځواکونو مرګونی برید شوی دی

د بلوچستان صوبې په هرنایي سيمه کې د ايف سي ځواک پر پوستې وسلوال بريد شوی دی چې د لېویز چارواکو د معلوماتو له مخې، په هغه کې ۷ عسکر وژل شوي ۱۲ ټپيان شوي دي.

د ځايي ماموريونو په وينا د اپيښه د بلوچستان ايالت په شمال ختيځ کې له کوټې ښار څخه شاوخوا ۱۷۰ کلو ميټره ليري پرته سيمه هرنایي شاهرګه کې د خالي يا هفتې په مازديګر شوې ده.

د هرنايي د ليويز ځواک يوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وي او اې ډيوه ته وويل د ايف سي ځواک پر پوسته وسلوالو په وړو او لويو وسلو بريد کړی دی. هغوی زیاته کړې چې په بريد کې زخمیان شوي عسکر، د کوټې پوځي هسپتال ته رسول شوي دي.

یاده دې وي چې په بلوچستان صوبه کې پرځای شوي اېف سي ځواکونه زیاتره هغه ځوانان دي چې تعلق یې د خیبرپښتونخوا له قبایلي ضلعو سره دی.
د پاکستان د پوځ له لوري هم د پيښې تصديق شوی او رسنيو ته ليږل شوي بيان کې د پاکستان د پوځ وياندې ادارې (آی اېس پي آر) ويلي چې دا حمله تيره شپه ناوخته د بلوچستان په هرنايي سيمه شاهرګه کې د ايف سي ځواک پر پوسته د ترهګرو لخوا ترسره شوې او په دې نښته کې عسکرو د ترهګرو مخه نیولې ده.

پوځ دا هم زیاته کړې چې سيمه د اېف سي ځواکونو په ولکه کې اخيستل شوې، د تيښتېدونکو ټولې لارې يې نيولې دي او په لويه کچه د لټون عمليات پيل شوي دي.

د يادې پېښې ذمه واري کلعدم بلوچ وسلوالې ډلې"بي ايل اې" قبوله کړې ۔
د بلوچستان اعلا وزير جام کمال دا پېښه غندلې ده او ويلي يې چې ترهګريز بريدونه د دوی حوصلې نه شي ټيټولی، په جاري شوۍ سرکاري خبر پاڼه کې ليکل شوي چې امنيتي ځواکونه د ملک د دفاع په خاطر د ځان قرباني ورکوي.

هرنايي د کويلې يا د سکرو د درنګونو یا کانونو، ښه موسم، او ميوو په وجه شهرت لري. هلته وخت ناوخت پر امنيتي ځواکونو او د کويلې درنګونو یا کانونو پر خواريکښو بريدونه کيږي ، د دغو بريدونو زمه واري زياتره وخت بنديز لګول شوې بيلتون غوښتونکې بلوڅ وسلواله ډله بي ايل اې مني.

دغه وسلواله ډله د بلوچستان په کويلو، سوی، ډيره مراد جمالي نصير اباد، اواران او نورو سيمو کې د حکومتي ادارو او چارواکو پر ضد وسلوال عمليات کوي ۔
په شپږويشتم اګست ۲۰۰۶ باندې د بلوڅ ملتپاله مشر نواب اکبرخان بګټي د وژل کېدو له پيښې ورسته، د بلوچستان ايالت امنيتي وضع خرابه شوې او په بيلا بيلو سيمو کې بلوڅ وسلوالې ډلې د حکومتي او پوځي ځواکونو پر ضد وسلوال عمليات کوي ، د امنيتي ځواکونه له لوري هم د ايالت په بيلا بيلو سيمو کې وخت ناوخته د وسلوالو ډلو پر ضد اپريشنونه کيږي،
بلوڅ قام پرسته ګوندونه د بلوچستان پر ساحل او وسايل باندې د بلوڅ اولس د اختيار غوښتنه کوي.