په چینایانو د بي اېل ای د حملې په اړه د بلوچستان وزیراعلا وايي په مېلمنو حمله د بلوڅو د روایاتو خلاف عمل دی

د بريد زمه واري بلوڅ بيلتون غوښتونکې وسلوالې ډلې بي ايل اې "مجيد بريګيډ" منلې او په سوشل میډیا په يو پېغام کې يې دعوه کړې چې بريد شاران بلوچ نومي ميرمن کړی دی۔

د بلوچستان وزير اعلا مير قدوس بزنجو ويلي په کراچۍ کې په چينايي استاذانو د بريد موخه د چين او پاکستان ويرول او له سي پېک منصوبې پر شاه کول دي.

د بلوچستان وزیراعلا د شورو، چهاﺭشنبې، په ماښام په یو وډیو پېغام کې وویل چې تيره ورځ د کراچۍ پوهنتون سره پر چينایانو بريد د چين او پاکستان ترمنځ د سي پېک په منصوبې برید دی.

ښاغلي برنجو وویل په چینايي هدفونو د حملو نقصان " بلوڅ قام ته دی او بلوچستان ته دی، وبل چا ته نه دی، داول هم دوی په ګوادر کې پر چينايي انجينرانو او نورو باندې بريدونه کړي او هغه يې ووژل."

هغه وویل د حملو باوجود هم چين ویلي "موږ چې کومه پريکړه کړې هغه به تر سره کوو، دا کار چې څوک کوي موږ ته پته ده, مګر موږ لدې نه پرشا کېږو، د بلوچستان له ترقۍ له سي پېک او له ګوادره، دا خو د هغوی تېروتنه ده چې دوی(وسلوال) په داسې کولو دا ګومان کوي چې دوی به چين او يا هم پاکستان تر فشار لاندې راولي."

د بلوچستان اعلا وزیر وویل " موږ ترهګري او زيات سخت حالات ليدلي دي، د داسې ترهګريزو پېښو له ويرې نه پرشا کېږو، موږ د بلوچستان له اولس سره يو او کله به نه پرشا کېږو."

د اپريل پر 26 مه په کراچۍ ښار کې هغه وخت ځانمرګی بريد شوی و چې کله د چينايې استادانو يو موټر و کراچۍ پوهنتون ته پر ننوتو۔

د بريد زمه واري بلوڅ بيلتون غوښتونکې وسلوالې ډلې بي ايل اې "مجيد بريګيډ" منلې او په سوشل میډیا په يو پېغام کې يې دعوه کړې چې بريد شاران بلوچ نومي ميرمن کړی دی۔

د سيند صوبې امنيتي چارواکو هم د ځانمرګي بريد پخلی کړی او ويلي یې دي په بريد کې درې چيناي استادان او يو د هغوی ځايي ډرايور وژل شوی او د پېښې پلټنې يې پيل کړې دي۔

د بريد زمه واري منونکي تنظيم بي ايل اې پر ټولنيزو رسنيو خپاره کړي يو خبر کې ليکلي چې د دې ډول بريدونو موخه يې د چين و حکومت ته دا پيغام ورکول دي چې "چين دې له بلوچستان صوبې څخه لاس واخلي او په بلوچستان ايالت کې دې د پاکستان پوځي او اقتصادي مرسته ژرترژره ودروي ، ګنې داسي نورو پېښو ته دي تيار وسي"۔

د بلوچستان وزير اعلا د بريد غندنه وکړه او ویې وېل د پخوا په څېر يو وار بيا ډاکټران، استاذان، د ټولنې کمزورې طبقه او ميلمانه په نخښه کول بلوڅ دوستي نه بلکه بلوڅ دوښمني ده او دا د بلوڅو له ﺭواياتو خلاف عمل دی۔

د بلوچستان د اسمبلۍ غړې بشري رند او د صوبايي حکومت وياندې فرح عظيم شاه هم د کراچۍ پوهنتون چاودنه غندلې او ويلي يې چې دا عمل د بلوڅو د کلتور ضد دی، بلوڅ مېرمنې دي د پاکستان د دوښمن قوتونو په تبليغاتو باوﺭ نه کوي.

د کراچۍ له بريد ورستو د پاکستان مرکزي او د بلوچستان حکومت و ټولو انتظامي افسرانو ته په خپلو خپلو ضلعو کې د امنيت په برخه کې د تيار اوسئ امر کړی او په ايالت کې د حساسو ځايونو او د غير ملکيانو د حفاظت لپاره يې د زيات امنيتي سرتيرو د ګمارلو ويلي۔

چارواکو د سي پيک پروژې په ګډون د نورو پروژو بهرنيو کارکونکو ته ويلي چې له غير ضروري حرکت نه دې ډډه وکړي.