د لاسي بم په بريد کي د سي پېک پنځه کارکونکي زخمیان شوي دي

دغه ياغي ډلي دصوبې په ساحل او وسايلو د صوبې د خلکو ذياته برخه غواړي

د بلوچستان په چاغۍ سیمه کې د سي پېک د سړک جوړولو په کارکونکو د لاسي بم حمله شوي ده او پنځه کارکونکي پکې زخمیان شوي دي.

د چاغي د پو ليسو ايس ايچ او وويل دغه پېښه د ۴۰ کلو متري په واټن باندي د افغانستان سرحد سره په دالبندين کي رامنځته شوه. د پو ليسو ايس ايچ او وويل چي دوی د نا ما لومو په ضد باندي قضيه ثبت کړې خو لا یې څوک نه دي نیولي.

د پو ليسو ايس ايچ او پر مخ ذ ياته کړه چي نا څر ګنده وسلوالو تبلغي مرکز ته نژدې په کلي خدای الرحيم کي د سي پېک د لويئ لاري د پروژې د مزدور کاره خلګو د ټکيدار پر کيمپ باندي لاسيز بم ورتس کړ چي په ترڅ کي پنځه کارکونکي ټپيا ن شول.

په زخمیانو کې دوه د خېبر پښتونخوا، دوه د سند او يو د بلوچستان د قلعه عبد الله اوسيدونکی دی.

د پو ليسو ايس ايچ او وويل چي د غو مزدارانو د سي پېک تر پروژې لاندي د يک مچه خاران پر لويي لا ره باندي کارکوي.

د حملې مسؤليت بلوڅ لبريشن ارمي په سر و اخستي.

تير کال د اپريل په مياشت کي د خاران يک مچه د لويئ لاري د پروژې د کارکونکو پر کيمپ بريد کي څلورکارکونکي وژل شوي وو چي مسوليت یې بلوڅ وسلوال سازمان په سر اخیستی و. دغه ياغي ډلي دصوبې په ساحل او وسايلو د صوبې د خلکو ذياته برخه غواړي.

پاکستان او چين د اقتصادي راهداري په نامه باندي له کاشغر څخه تر ګوادر پوري د ٥٦ اربو ډالرو په لګشت باندي د سي پېک پروژه پيل کړې، د دې د ژغورني لپاره د فوځ يوه ډله هم گمارل شوي ده.

حکومت تور لګوي چي بهرني هيوادونه د لته سي پېک نا کامه کول غواړي، دوي تر ټولو لومړي د هند او دافغانستان مونه اخلي خو نوي ډيلی او کا بل دغه تورونه ردوي.