د پاکستان د نورو برخو په مقابله کې په بلوچستان کې د خوراک د کمي شرح ٦٣ فیصد ده

د تیرې څه مودې راهسې بلوچستان د بې امنۍ هم ښکار دی او حکومتي مامورین په وسله والو بلوڅ بیلتون خوښو په صوبه کې د تشدد الزام لگوي

په قدرتي وسیلو سنباله خو د غربت، تعلیم د کمي، بې روزگارۍ او د بې امنۍ ښکار د پاکستان بلوچستان صوبه د خوراک د سخت کمي سره هم مخامخ ده چې شرح یې د هیواد د نورو برخو په مقابله کې ٦٣ فیصد ده.

د خوراک د کمي تر ټولو زیات منفي اثر د ماشومانو په صحت غورځیږي، دا خبره بلوچستان د حکومت د ماشومانو د خوراک د څانگې مشر ډاکټر ناصر علي بگټي کوي.

ډاکټر ناصر علي وايي په بلوچستان کې ١٦ فیصد ماشومان خوراک د انتهايي سخت کمي سره مخامخ دي او ٥٢ فیصد ماشومان په خوراک کې د کمي له امله په قد ټیټ پاتې شي او بدن يي مناسبه وده و نه کړي.

د بلوچستان په ١٠٠٠ ؤ کې تر ٧٦ پورې ماشومان د پیدایش نه پس د کال دننه ژوند د لاسه ورکړي، ډاکټر ناصر علي بگټي وي او ای ډیوه ته وویل.

بلوچستان د رقبې په لحاظ د پاکستان تر ټولو لویه او د قدرتي وسایلو په بنیاد تر ټولو شته منه صوبه ده. په پاکستان کې د بلوچستان تر ټولو مشهوره قدرتي وسیله قدرتي گیس یا سوي گیس دی چې د هیواد زیاتره برخو ته غور کړی شوی دی.

خو د بلوچستان ملت پاله سیاسي مشران وايي د صوبې د معدني دولت نه د سیمې ولس ته گټه نه ده ورکړی شوي او نه پرې دوي څه ډیر واک اختیار نه لري.

د تیرې څه مودې راهسې بلوچستان د بې امنۍ هم ښکار دی او حکومتي مامورین په وسله والو بلوڅ بیلتون خوښو په صوبه کې د تشدد الزام لگوي.

په بلوچستان کې د خوراک د کمي په صورتحال د وي او ای ډیوه خبریال عبدالحمید سمسور رپورټ اوریدی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د بلوچستان صوبه خوراک د کمي سره مخامخ ده