په بلوچستان کې د میندو او ماشومانو د مړینې شمیره لوړه شوې

په بلوچستان کې د غربت، وچکالۍ، د خوراک د نشتوالي او د مختلفو ناروغيو له کبله په دې ايالت کې د ښځو او ماشومانو ژرمهاله یا کم عمره مرګونه زيات شوي دي.

د بلوچستان صوبې د روغتيايي څانګې د رپورټ له مخې، په دې ايالت کې په يو لاکهو ښځو کې اته سوه یې د لنگون یا د ماشوم د زيږولو پر وخت مري.

رپورټ زياتوي په زرو ماشومانو کې ٩٢ یې د ژوند په لومړي کال خپل ژوند له لاسه ورکوي. د تغذيه يا نيوټريشن ملي مدير ډاکټر بصير اڅکزی وايي د ښځو او ماشومانو په کم عمر د مړینې لوی لاملونه د خوراک نشتوالی، غريبي، او بې سوادي ده.

هغه زیاته کړه: "که همدا رنګه حالت وو، د ماشومانو د مرګ کچه به لا زياته شي. په يو لاکهو کې ٨٠٠ ښځې د لنګون پر وخت، او په يو زر ماشومانو کې ٩٢ ماشومان مري. وجه يې غربت، بې علمي، او بې سوادي ده".

د بلوچستان ايالت د نيوټريشن يا تغذيې مرستيال رئيس ډاکټر عابد پانيزي ډيوه ته وويل: "په بلوچستان کې د غذایي قلت له کبله په سلو کې شپيته ښځې د بيلا بيلو ویټامنو له کمۍ سره هم مخامخ دې، له بلې خوا تر پنځو کالو کم عمره په هرو سلو ماشومانو کې، ٥٢ یې کوتاه قدي (په ونه ټیټ) دې".

د بلوچستان د روغتيايي څانګې صوبایي چارواکي وايي چې په تيرو دوو کلونو کې یې د ايالت په بيلا بيلو سيمو کې د څلور لاکهو ماشومانو معاينه کړې چي په کې تر ٣١٠٠٠ زيات ماشومان له مالنرشمنټ يا خوارځواکۍ سره مخامخ دې، او د دوه لاکهو هغو زنانو معاينه يې هم کړې چې حملدارې او ماشومانو ته شودې ورکوونکي دي چې په کې يو لاک ميندې د وينې له کمې سره مخامخ دې.

د بلوچستان د روغتيا ايالتي وزير نصيب الله مري وویل په ټول ايالت کې يې د خوارځواکۍ بيړنی حالت نافذ کړی او دعلاج او د خلکو د ستونزو د هوارولو لپاره به کوټلي ګامونه اخلي."

ډاکټر عابد پانيزي له ډيوه سره د خبرو پر مهال وويل که د غذایي قلت مخه پر وخت نه ونيول شي نو راروان نسل به مو له ډيرو ستونزو سره مخامخ وې. هغه زياته کړه چې د مور شودې د ماشوم لپاره تر هر څه زياته ګټورې او مهمه دي.

د حملدارو (میندوارو) ښځو او د کم عمره ماشومانو د ښه صحت لپاره د ايالت روغتیایي څانګه د سبزيو، پټاټو (آلوگانو)، هګيو، غوښې، غنم، جواري، وريجو، او د ميوو خوړلو تاکيد کوي.