په کلاسیف الله کې د امن غوښتنکو پرضد مقدمې درج شوي

د پاکستان کړکېچنې صوبې بلوچستان په کلاسیف الله کې د لیويز عسکرو د حدفي وژنو پرضد د ولسي احتجاج کونکو خلاف مقدمې درج کړی شوي.

په سیمه کې د تیرو څو ورځو راهسې د څلورو لیويزپولیسو د وژنې پرضد ځايي خلکو کاربندیز او احتجاج پیل کړی وو.

د کلاسیف الله د پو ليسو ايس ايچ او کريم مندو خيل وي او ای ډیوه ته ویلي د کلا سيف الله د سکاوټ یو صوبيدار په خواست په احتجاج کې برخه اخېستونکو یولس تنانو پرضد مقد مه درج کړی شوې.

کریم مندوخیل وايي: ٫٫ په احتجاج کونکو د لارو تړلو، پر امنيتي ځواکونو د بريد کولو تکل، او د امنیتي ادارو پر ضد د ناوړه ټکو د کارولو تورونه شا مل دي.'' ښاغلی کريم وايي په مقدمه کې د ترهګرۍ مادې نه دي شامل کړی شوي.

د کلا سيف الله يو ځايي مشر ویلي په مقدمه کې زيات شمير د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي مل دي.

ايس ايچ او وړاندې ویلي د نامعلومه کسانو لخو وژل شوي ليويز پولیسو مقدمه هم درج کړې شوې او زیاتوي د ترهګرۍ پر ضد ادارو پلټنې پیل کړي او په دغه لړ کې یو شمیر کسان نیول شوي هم دي.

په کلاسیف الله کې روانه اونۍ نامعلومه وسلوالو په ډزو دوه سرتېري وژلي او یو بل يې ټپي کړی وو، خو هغه هم بيا ورسته ساه ورکړې وه. د دغه پېښې دوه ورځې وړاندې هم د حدفي وژنې په یوه پېښه کې د لیويزیو رسالدار میجر محمد افضل په ډزو وژل شوی وو.

تیره اونۍ د بلوچستان پښين سیمه کې په یوه بمي چاودنه کې د لیويز ۳ سرتېري وژل شوي وو او د دغو پېښو مسوولیت پاکستاني طالبانو په غاړه اخېستی وو.

د بلوچستان ټولو سیاسي ګوندونو او پښتون ژغورنې غورځنګ د دغه حدفي وژنو پرضد د ولسي احتجاج ملاتړ کړی وو او پلویانو يې د کلاسیف الله د ځاييخلکو سرهپه پرلتکې ګډون کړی وو.

په احتجاجي پرلت کې د بېلا بېلو سیاسي ګوندونو غړو په سیمه کې د سولې د ټينګښت او د ناامنۍ له منځه وړلو غوښتنهکړی وه.

په پرلت کې ګډون کونکو د پاکستان واکمن او استخباراتي ادارې د پښتنو په ټول وژنه تورن کړي او زیاته کړې يې وه چې د پاکستان استخباراتي ادارې اوس په بلوچستان کې د پښتنو پرضد ګډوډی جوړوي.