په بلوچستان کې د سړک په حادثه کې شپږ تنان سوځېدلي او مړه شوي

په بلوچستان کې د تېلو ډک یو موټر د ټرک سره د ټکر کېدو په نتیجه کې شپږ تنان مړه شوې دي.

ځايئ چاروا کو وویل چې دغه پيښه د گل، دوشنبې، په ورځ د بولان د مچ په سيمه کي رامنځ ته شوه کله چې د پیټرولو ډک ویگن له کوټي څخه سوي ته روان یوې لارۍ سره ټکر شو او اور ولگیدو او شپږ کسان پکې مړه شول. دوه پولیس زخمیان شول.

د بولان سميز چارواکي وايي په دې پیښه کې وژل شوي او ټپیان شوي کساني د کوټئ ځايئ روغتون ته راوړل چي د وژل شوو کسانو وضع د پژند و وړنه ده-

امنيت خوندي ساتونکي او لیویز چا رواکي له ټرافکي پيښي وروسته را ورسیدل د پيښي پلټني پيل کړي، د پټرولو د اورلکبله پر لوي لاره باندي ټرافک هم وتړل شو-

بلوچستان ته له ايران څخه پېټرول په غير قا نوني ډول په غير خوندي توګه او په کا چاک راوړل کېږی.