د بلوچستان اسمبلۍ نوي سپیکر سوگند پورته کړی

د تیرډیر وخت راهسې بلوچستان نه یواځې د امنیت خرابې وضعې ښکار دی بلکه د حکومت په کچه د سیاسې کړکیچ سره هم مخامخ دی

د بلوچستان صوبائي اسمبلۍ نوي سپیکر سید مطیع الله آغا د گل په ورځ د خپلې چوکۍ سوگند پورته کړی دی.
سید مطیع الله آغا د وزیرعالا نواب اسلم ریئساني په مشرۍ کې د شوې غونډې ورستو په متفقه توگه د سپیکر د چوکۍ د پاره وونومولی شو او بیا د مقابله بغیر ووټاکلی شو.
د سید مطیع الله آغا نه وړاندې نواب اسلم بوتاني د بلوچستان اسمبلۍ سپیکر وو خو د ډسمبر د میاشت په ٢٦ مه نیټه د عدم اعتماد د تحریک په نتیجه کې هغه خپله چوکۍ د لاسه ورکړه.
د سپیکر په حیث د سید مطیع الله آغا نه سوگند د اسمبلۍ موقتې سپیکرې شازیه مري واخستلو. ورستو شازیه مري د اسمبلۍ نائب سپیکره ووټاکلی شوه.