بنگله دیش سیاسي ناقرارۍ کې ٣ کسان مړه شوي

وزیراعظمه شیخ حسینه واجد

بنگله دیش کې د حکومت پلویانو او مخالفینو په منځ کې نښتو کې درې کسان مړه شوي دي.
د چارواکو د وینا ترمخه، یو لږ تر لږه یو کسان په داسې مهال ووژل شو چې امنیتي ځواکونو د احتجاج کونکو د حملې مخه نیولو د پاره ډزې وکړې.
د هیواد په مختلفو برخو کې تشدد د حکومت مخالف ډلې د درې ورځنې کاربندیز په وړمبۍ ورځ شوی. د احتجاج غږ پخوانۍ وزیراعظمې خالده ضیا ورکړی دی.
خالده ضيا د احتجاج غږ ځکه کړی چې موجوده وزیراعظمه شیخ حسینه واجد د واک نه په ښکته کیدو مجبوره شي. حکومت مخالفین غواړي چې موجوده حکومت واک نه لاس په سر شي او د موقتي ادارې د لاندې نوي انتخابات وکړی شي.
بنگله دیش کې عام انتخابات راتلونکې کال کې کیدونکې دي.