په بنګله دېش کې د نوبل جایزې ګټونکي محمد یونس په مشرۍ لنډمهاله حکومت پر مذهبي ګوند جماعت اسلامي باندې د لګېدلیو بندیزونو د بیرته لرې کولو اعلان کړی دی.
د اسوسیېټیډ پریس د خبر له مخې لنډمهاله حکومت د چارشنبې- شورو په ورځ د بندیز لرې کولو اعلان وکړ. د بنګله دېش د کورنیو چارو وزارت د چارشنبې- شورو په ورځ په جماعت اسلامي د بندیز لګولو حکم منسوخ کړ.
د کورنیو چارو وزارت د حکم له منسوخېدو وروسته جماعت اسلامي ته یو ځل بیا د فعالیت موقع په لاس ورغلې ده، خو دا ګوند به په ټاکنو کې د ګډون لپاره د انتخاباتو له کمیشن سره خپل رجسټرېشن کوي.
شیخ حسینه د اګست پر پینځمه له خپلې څوکۍ استعفا کړې وه او هندوستان ته تللې وه چې لا هم هلته په یوه خوندي ځای کې ژوند کوي.
شیخ حسینه د خپلې وزیراعظمۍ په وخت په جماعت اسلامي بندیز لګولی وو او ویلي یې وو چې جماعت اسلامي، د هغه د زده کوونکو تنظیم او نور له دې ګوند سره تړلي تنظیمونه د حکومت پر ضد د اګست میاشتې په مظاهرو کې ګډوډۍ ته خلک پارول.
ملګري ملتونه اټکل کوي چې د شیخ حسینه د حکومت پر ضد په وروستیو مظاهرو کې شاوخوا 600 کسان وژل شوي دي. زده کوونکو په حکومتي نوکریو کې د کوټه سیسټم پر ضد احتجاجونه پیل کړي وو.
په جماعتِ اسلامي باندې د بندیز لرې کېدو وروستو ددې ګوند مشرانو سمدستي تبصره نه ده کړې.
جماعت اسلامي له 2013 کال راهیسې په ټاکنو کې له ګډون څخه منع شوی دی. هغه مهال د انتخاباتو کمېشن د دې ګوند رجسټریشن ختم کړ او ویې ویل چې د جماعت اسلامي منشور د سیکولریزم مخالفت کوي، چې دا د هېواد له ایین څخه سرغړونه ده. وروسته هایکورټ هم د ټاکنو د کمېشن پرېکړه وستايله.
د بنګله دېش د قانون سلاکار آصف نذرل وايي، شیخ حسینه پر جماعتِ اسلامي باندې دا بندیز په نظریاتي بنیاد نه بلکې په سیاسي بنیاد یې لګولی وو.
د بنګله دیش د مخکینۍ وزیراعظمې خالده ضیا نېشنلسټ ګوند (بي این پي) هم د شیخ حسینه پر تېر حکومت تور لګولی وو چې پر جماعت اسلامي یې باندې ځکه لګولی وو چې په مظاهرو کې د امنیتي ځواکونو له بدترین تشدده د خلکو پام واړوي.
د ډاکټر محمد یونس په مشرۍ لنډمهاله حکومت په هېواد کې د سیاسي ارامۍ او امنیت د ټینګښت هڅې کوي. په هېواد کې د سختو بارانونو له امله حالت خراب شوى او شاوخوا 200 کسان د سېلابونو له امله مړه شوي دي.
شیخ حسینه د روان کال د جنورۍ په میاشت کې په ډېرو لانجمنو انتخاباتو کې په پرله پسې څلورم ځل وزیراعظمه وټاکل شوه. تر ټاکنو مخکې شیخ حسینې د اپوزیشن د لنډمهاله حکومت تر څارنې لاندې د ټاکنو غوښتنه رد کړې وه.
د شیخ حسینه حکومت تر انتخاباتو مخکې د اپوزیشن زیاتره مشران او زرګونه فعالان نیولي وو. د بشري حقونو تنظیمونو د هغې پر حکومت تور پورې کړی وو چې د اپوزیشن د ځپلو لپاره له امنیتي ادارو او عدالته کار اخلي.
شیخ حسینه او د هغې حکومت د بشري حقونو د تنظیمونو دغه تورونه رد کړي وو.
جماعت اسلامي په 1941 کال کې د برتانوي نوابادیاتي واکمنۍ پر مهال یوه لانجمن اسلامي عالم جوړ کړی او په 1971م کال کې یې له پاکستانه د خپلواکۍ د جګړې پر مهال د یوه خپلواک ریاست په توګه د بنګله دېش د جوړېدو مخالفت کړی وو.
په 2013 کې د شیخ حسینه د حکومت په مهال په هیواد کې ناڅاپه غوښتنه وشوه چې د جماعت اسلامي مشرتابه ته د 1971 د خپلواکۍ د جګړې پرمهال په ترسره شویو جرمونو کې د لاس لرلو په تور سزا ورکړل شي.
له دې وروسته د جماعت اسلامي اکثره مشران ونيول شول، په لانجمنه مقدمه کې له سزا کېدو وروسته یې يو شمېر مشران د مرګ په سزا ورسېدل او ډېر يې په بندي کړی شول.
ختیځ پاکستان له نهه میاشتنۍ جګړې وروسته په 1971م کال کې په یو خپلواک هېواد بنګله دېش بدل شو. په دې جګړه کې جماعت اسلامي د یوې وسلوالې ډلې په جوړولو سره د پاکستان د پوځ ملاتړ وکړ. وروسته بیا د هند په مرسته بنګله دیش دغه جګړه وګټله او د 1971 کال د دسمبر پر 16مه یې خپلواکي اعلان کړه.
بنګله دېش دعوه کوي چې په دغه جګړه کې شاوخوا درې میلینه انسانان وژل شوي وو، وایي چې په 200,000 ښځو باندې جنسي تېری شوی وو. هغه مهال هندوستان ته هم د جګړې پر مهال یو لک بنګله دېشیانو کډې کړې وې.
یادونه: په رپوټ کې د اسوسیېټید پریس خبري ایجنسۍ معلومات رااخیستل شوي دي.