بانکي مون په بشارالاسد د اولسي وگړو د وژنې بندولو غږ کړى

امريکا، برطانيه او فرانس د شام د کارروايۍ غندلو په غرض دسيکورټي کونسل قرارداد وړاندې کول غواړي خو چين او روس په دغه حقله مزاحمت کوي

د زيارت په ورځ د ملگرو ملتونوجنرل سيکرټري بانکي مون په صدر بشارالاسد داولسي وگړو دوژنې داودرولو غږ کړى ؤ او وئيلي يې وؤ چې هغه دې دنور وخت ضائع کولو پځايې احتجاج کوونکو سره دخبرو اترو لاره خپله کړي.
د امريکې دخارجه محکمې وياندې وکټوريه نولينډ دشامي حکومتي کارروائي بغاوت او بربريت گرځولى.
هغې وئيلي چې امريکا دهاغو شامي وگړو سره په تماسونو کې اضافه کړې چې دهيواد دننه او بهر بدلون غواړي.
دعيني شاهدانو ترمخه دنوؤ بريدونو نخښه دزيارت په ورځ شغور القديمه سيمه وه.
عيني شاهدان وائي چې پوځ سره دټينکونو دغه سيمې ته ورسيدو او دغلته يې په هر چا ډزې پيل کړې.
عيني شاهدان وائي چې ورسره داوسيدو لپاره دماشومانو دجامو څخه پرته نور هيڅ نشته.
په داسې حال کې چې نړيوال مشران دشامي حکومت لخوا داولسي وگړو په ضد کارروايۍ غندي دشامي پوځونو لخوا دهيواد په ناقراره شمال لويديزه برخه کې په کليو او ښارونو کې بريدونه دوام لري.
دروان کال دمارچ په نيمائي کې دصدر بشارالسد11 کلنې واکمنۍ ختمولو په غرض پيل کړل شوؤ احتجاجي مظاهرو او داړي گړي لړۍ کې تر دې مهاله 1,300 اولسي وگړي او 340 پوځيان وژل شوي دي، خو صدر اسد دنړيوالو مشرانو دسختو اعتراضونو باوجود پوځي کارروايۍ دوامداره ساتلې دي.
دترکي خارجه وزير احمد وائي چې عنقره به دتشدد څخه ترکي ته اوړيدونکو کډوالو ته مرسته ورکوي.
خبريالانو سره په خبرو کې هغه وويل چې اوس مهال زمونږ دپولې لوري ته خواؤشا 10,000 کسان موجود دي.
هغه وويل چې مونږ فيصله کړې چې دخپلو شامي وروڼو سره دخوراکي موادو په شمول هررقم مرسته وکړو.
امريکا، برطانيه او فرانس دشام د کارروايۍ غندلو په غرض دسيکورټي کونسل قرارداد وړاندې کول غواړي خو چين او روس په دغه حقله مزاحمت کوي.