په بنو کې د پي ټي اېم ۳۰ نیول شوو غړو ضمانت منظور شوی

د خېبر پښتونخوا په بنو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ نیول شوو ۳۰ نورو غړو ضمانت نن د خالي یا شنبې په ورځ منظور شوی. تیره ورځ هم د غورځنګ درې مشران په ضمانت خوشي کړی شوي وو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو ځايي مشر حنیف وزیر وي او ای ډیوه ته ویلي په نیول شوو غړو کې پېنځلس د سکولونو او کالجونو زده کونکي وو او په دوي کې زیات تره د هاسټلو او بازارونو نه اوچت کړی شوي وو.

د غورځنګ د نیول شوو غړو وکیل بخت نیاز وي او ای ډیوه ته زیاته کړې د عدالت قاضي د یو تن د ضمانت په سر ۸۰ زره روپۍ او څلور څلور ضمانتیان غوښتي دي.

په بنو کې د عوامي نېشنل ګوند ضلعي مشر عبدالصمد خان تر را خوشي کېدو وروسته له وي.او.اې ډیوه سره په ځانګړو خبرو کې دعوه وکړه، چې د دوی په ضد مقدمه پولیسو نه بلکې د پاکستان استخباراتي ادارې کړې ده:

"په ۲۷ اکتوبر ماته د ای ایس ای کرنېل دا خبره وکړه چې ستاسې خلاف به درې ایف ای آرونه کېږي، یو دا چې تاسې د ۱۴۴ دفعې خلاف ورزي وکړه، بل مو په ۲۷ اکتوبر لاریون ایستلی وو، درېیم دا چې په جلسه کې مو [د ریاست خلاف] نعرې او تقریرونه کړي وو".

صمد خان تور پورې کوي چې پولیسو له سړکونو عام خلک هم له پي ټي ایم سره د تړاو په تور نیول او په وهلو ټکولو یې موټر ته خېژول.

د بنو پولیسو په ایف آی آر کې پښتون ژغورنې غورځنګ په دې تورن کړی، چې وایي له ۱۴۴ دفعې یې سرغړونه کړې، د ریاست په ضد یې نعرې وهلې دي او خلک یې په زوره جلسې ته راوستي دي، خو د دې تحریک مشران وایي، دوی له خپلو خلکو سره د شوي ظلم په اړه حقایق بیانوي او ځینې ادارې- چې اشاره یې پوځ ته ده- دغه حقایق نه شي اورېدلای.

د پاکستان پوځ او وزیراعظم عمران خان د پښتون تحفظ موومنټ غوښتنې آییني او قانوني ګڼي. پوځ څو ځله ویلي چې دوی د دې تحریک ځینې غوښتنې منلې او د نورو د منلو لپاره به یې کار کوي. همدارنګه وزیراعظم عمران خان هم څو ورځې وړاندې د قومي اسمبلۍ له غړو علي وزیر او محسن داوړ سره د لیدو په وخت د دوی د غوښتنو د پوره کولو ژمنه کړې ده.