اسفنديار وايې عمران نړۍ ته پښتانه د ترهگرو په توگه ورپېژندل غواړي

اسفنديار ولي خان وئيلي ، د بشير بلور مرگ چې په پښتون قومي تحريک کې کومه خلا پېدا کړې ده ، هغه ډکول ډېر گران کار دی .

د عوامي نيشنل گوند مشر اسفنديار ولي خان د پارټۍ د مخکښ مشر بشير احمد بلور د لمړي تلين دستورې ته د وينا په مهال وويل ، د تحريک انصاف ډلې مشرعمران خان د ډرون بريدونو په ضد احتجاج ، او د نېټو د سپلائي لار په خيبر پښتونخوا کې بندوي . او په داسې کولو عمران پښتانه نړۍ ته د ترهگر قوم په حېث وړاندې کوي .

عوامي نيشنل گوند د بشير احمد بلور د مړينې په يو کال پوره کېدو نن د اتوار په ورځ د هغه د تلين دستوره نمانځلې ده . او د تلين په مناسبت غونډه يې د پېښور په نشتر هال کې شوې چې پکې د عوامي نيشنل گوند مشرانو او په لويه شمېره کې غړو گډون کړی دی .
د عوامي نيشنل گوند مشر اسفنديار ولي خان د پارټۍ د مخکښ مشر بشير احمد بلور د لمړي تلين دستورې ته د وينا په مهال وويل ، د تحريک انصاف ډلې مشرعمران خان د ډرون بريدونو په ضد احتجاج ، او د نېټو د سپلائي لار په خيبر پښتونخوا کې بندوي .
او په داسې کولو عمران خان پښتانه نړۍ ته د ترهگر قوم په حېث وړاندې کوي . او کپتان د گرانۍ خبرې په لاهور کې کوي .
هغه وويل د نېټو سامانونه د کراچۍ نه راروانيږي په سندهـ او پنجاب صوبه راتيريږي ، خو هلته کپتان له خدايې دا همت نه دی ورکړی ، چې د سپلائې لاره بنده کړي او د ډرون په ضد احتجاج اوکړي .
اسفنديار زياته کړه ، مونږ هم د ډرون بريدونو مخالفت کوؤ . خو که د هوائې سرحدونو سرغړونه د احتجاج قابله ده ، نوپکار ده چې د ځمکني حدونو خلاف ورزي هم ونه منل شي .
" د پاکستان ځمکني حدونه هم دومره د قدر وړ دي څومره چې هوائې حدونه دي . بيا چې د يو او بل ځائې نه خلک په غېرقانونه توگه راټول شوي او زمونږ په خاوره ناست دي . د هغوي په اړه کپتان ولې غلی دی "

بشيراحمد بلور تېرکال د دسمبرد مياشتې په ۲۲م نېټه پېښورښارکې په يو ځان مرگي برېد کې سره د نهه ملگرو وژل شوی ؤ

دستورې ته د بشير احمد بلورمشر ورور غلام احمد بلور په خپله وينا کې په طالبانو د روغې جوړې غږ اوکړو او وي ويل ، که طالبان مري او که بل څوک ، خو بچی د پښتنې مور مري .
" د مرگ او د خدايې نه علاوه د بل چا نه نه يريږم ، خو طالبانو ته وايم چې پښتانه يې . مسلمانان يې د اسلام خبره کوئ ، خو پښتنو ميندو خو لويې کړي يې او پښتانه يې . نو ای پښتنو بچو خدايې او رسول ته وگورئ ، چې دا ټول پښتانه مړه کړئ خو بيا هم پاکستان تاسو له حکومت نه درکوي . او طالبه تاته وايم که ته مرې نو زه مرم ، او که زه مرم نو ته مرې . ته پښتون زه پښتون ، ته مسلمان زه مسلمان نو ما ولې وژنې " .
اسفنديار ولي خان د غلام احمد بلور خبره په وړاندې بوتله ، او طالبانو سره د مذاکراتو په اړه يې وويل ،
" مونږ په هاغه وخت کې مذاکرات کړي دي چې په هغې وخت کې چا مذاکرات پېژندل هم نا چې مذاکرات څه ته وايې . او دا وس چې د مذاکراتو چغې وهي دوي ټولو په هغې وخت کې زمونږ مخالفت کړی دی ، چې مونږ ولې دوي سره مذاکرات کوؤ " .
اسفنديار وويل ، خو زه نن هم وايم چې که مذاکرات کوئ نو کښېنئ خبره ورسره وکړئ ، اومونږ د دې فساد نه نور خلاص کړئ .
د عوامي نيشنل گوند مشرانو د بشير احمد بلور يادونه وکړه او اسفنديار ولي خان وويل ،
" بشير خان تشه خاوره نه ده چې هغه به خاورې شي ، د دسمبر شلمه به پارټي هر کال د بشيربلور په نوم نمانځي . خو د بشير خان مرگ چې په پښتون قومي تحريک کې کومه خلا پېدا کړې ده ، هغه ډکول ډېر گران کار دی " .
بشيراحمد بلور تېرکال د دسمبرد مياشتې په ۲۲م نېټه پېښورښارکې په يو ځان مرگي برېد کې سره د نهه ملگرو وژل شوی ؤ .