په پاکستان کې دننه او بهر د لږه کیو یا اقلیتي چارو لپاره د مرکزي وزیر شهباز بهټي وژنه په سختو ټکو کې غندل کېږي.
د عیسوي مذهب مرکزي کلېسا ویټېکن نه تر خپله پاکستان کې دننه دغه وژنې عېسوي او نور اقلېتي ډلې یرولې دي.
د پېپلز گوند ویاند قمر زمان کائره وایي شهباز بهټي هم هغه ذهنیت وژلې چاچې بې نظیر بوټو او یا سلمان تاثیر وژلی.
د پاکستان قامي اسمبلۍ کې عېسوي غړي اکرام مسېح ِگل ویلي بوگنونکي وژنې په نړۍ کې د پاکستان نوم سپک کړی.
پاکستان کې کم شمېرو فرقو ته په زیاتیدونکی خطرونو باندې نور حال د ډیوه ریډیو همکار رحمان بونیري په رپوټ کې اوریدې شۍ.