بايډن: که ټرمپ په انتخاباتو کې ماتې خوري، نه ښکاري واک به په پرامنه ډول منتقل شي

د امریکې صدر جوبايډن ويلي، هغه ته نه ښکاري چې په صدارتي انتخاباتو کې ډانلډ ټرمپ ماتې وخوري، بيا به د واک منتقلي په پرامنه توګه ترسره شي.

خبري ادارې (سي بي اېس) سره مرکه کې د صدر بايډن نه پوښتنه شوې، که چرته ټرمپ په انتخاباتو کې ماتې خوري، نو بل حکومت جوړېدل به په پرامنه ډول وشي؟.

هغه په ځواب کې ويلي، "که ټرمپ ماتې خوري نو زه په دې اړه بې باوره يم".

بايډن په ځواب کې زياته کړې، چې ټرمپ کومې خبرې کوي د هغه په اند د دې مطلب هم دغه دی.

د نوموړي په خبره، "مونږ هغه سنجيده نه اخلو، هغه چې څه وايي د هغې مطلب دا دی، که چرته مونږ ماتې خورو، نو وينه به توييږي".

د مارچ په مياشت کې په اوهايو کې ټرمپ په يوه انتخابي جلسه کې ګواښ کړی وو، چې د هغه د ماتې خوړو په صورت کې وینه توېدی شي.

هغه وخت ټرمپ د امریکې د ګاډو د صنعت د بهرنۍ مقابلې څخه ژغورولو په ضرورت خبرې کولې. وروسته، هغه ويلي وو، دغه خبره د ګاډو د صنعت په حواله کوي.

د ټرمپ دغه دعوه غلطه ګرځول شوې، چې د موجوده صدر بايډن خلاف یې د کال 2020م انتخابات ګټلي وو.

په هغه باندې په واشنګټن او جارجيا کې د کال 2020م په صدارتي انتخاباتو کې د نتيجو بدلولو مجرمانه تورونه هم لګېدلي وو.

صدر بایډن په وروستيو کې اعلان کړی، چې هغه د نومبر په میاشت کې په ټاکل شوو صدارتي انتخاباتو کې برخه نه اخلي.

د ټرمپ سره مباحثه کې د خرابې کاکردګۍ په سر د بايډن ملګرو د هغه نه غوښتنه کړې وه چې د صدارتي انتخاباتو کمپاين پرېږدي، ځکه چې د هغه د خرابې کارکردګۍ وروسته د هغه په عمر او صحت پوښتنې راولاړې شوې وې.

اوس موجوده نايب صدرې کاملا هېريس د ډېموکرېټګ ګوند لخوا صدارتي انتخاباتو کې د امېدوارې نامزدګي ترلاسه کړې ده. او هغه په نومبر کې د ټرمپ مقابله کوي.

( د دې خبر معلومات د رايټرز څخه اخستل شوي)