امریکې په ارټېفېشل انټېلېجنس یا په مصنوعي ذهانت کې استعمالېدونکو د انتهايي جدید چېپس په برامداتو قدغنونه لګولي دي

د کال ۲۰۲۳ د ډسمبر د میاشت د ۱۴ نېټې په دې تصویر کې د اېنټېل کمپنۍ چېپ لیدل کېږي چې په نیویارک ښار کې په یوه دستوره کې د نمایش دپاره اېښودل شوی و

د امریکې د صدر جوبایډن حکومت د ګل، دوشنبې، په ورځ په ارټېفېشل انټېلېجنس یا په مصنوعي ذهانت کې استعمالېدونکو د انتهايي جدید چېپس او د ای ايي د استعمال سره تړلې د ټېکنالوجۍ د څه برخې په برامداتو قدغنونه اعلان کړل.

حکومتي چارواکي وايي دا ګام د قومي سلامتیا د تحفظ دپاره اخیستل شوی او د هغو کمپنیانو دپاره به هم قانون واضحه کړي چې د جدت دپاره دې ټېکنالوجۍ ته د اعتماد وړ ملکونو لاس رسی لرلی شي.

د امریکې د تجارت وزیرې جینا رېمانډو خبریالانو ته وویل په اینده کلونو کې به په ټوله دنیا کې د ای ایي استعمال ډېر زیات شي، د کاروبار په هره برخه کې په استعمالېږي او په ټولنیز ژوند، د صحت په خېرښېګړه او د اقتصاد دپاره د بې انتها ګټو صلاحیت لري.

خو، هغې زیاته کړه، په داسې حال کې چې ای ايي نور قوي کېږي نو دې سره د امریکې قومي سلامیتا دپاره خطرات هم ډېرېږي.

deewa

د امریکې د حکومت یو چارواکي وویل د نوي قانون دلاندې به اسټرېلیا، بېلجیم، کېنېډې، ډېنمارک، فېن لېنډ، فرانس، جرمني، ایرلېنډ، اټلي، جاپان، دي نېدرلېنډز، نیوزي لېنډ، ناروی، ساوت کوریا، سپېن، سويډن، ټایوان او برطانيي ته ای ایي د چپس په برامداتو څه پابندي نه وي.

هغه ملکونو ته به د ای ايي د چپس او د کلوزډ وېټ ای ايي د ماډلو برامدات نه کېږي چې امریکې پې د وسلو پابندي لګولې ده. د ای ايي کلوزډ يا بندې ماډلو د صارفینو په غوښتنو کار کوي او دا تعین کوي چې صارف ته څه جواب ورکړی شي. د نېشنل ټېلې کمیونېکېشنز انفارمېشن اېډمېنېسټرېشن ترمخه په کلوزډ وېټ سېسټم کې د ای ايي د فېصلې نظام خفیه وي. د دې برعکس په اوپن وېټ سېسټم کې صارفین د ماډلز سېټېنګز کتلی شي چې دا څنګه فېصله کوي.

اکثریت ملکونه، چې د وسلو د پابندۍ په فهرست کې نه دي شامل، تر ۱۷۰۰ ای ايي چپس د اخیستلو دپاره به د لایسېنس یا د اجازت نامې ضرورت نه لري.

په امریکا کې دننه او د امریکې په اتحادي ملکونو کې کمپنیانې به د ای ايي د انتهايي جدید چپس په استعمال څه قدغنونه نه لري. چېپس په معلوماتو د کارکولو د کمپیوټر او د ايي ټي اهمه اله ګڼل کېږي.