د امریکې صدر جوبایډن قریباً د ۱۵۰۰ هغو کسانو سزاګانې کمي کړي دي چې د کرونا وبا په مهال د جېلونو څخه ازاد کړی شوي او په کورونو کې نظر بند ساتل شوي وو او د ۳۹ نورو هغو کسانو سزاګانې يې ختمې کړې چې د غېرتشدد جرمونو په سر سزا شوي وو. د امریکې په جدید تاریخ کې دا وړمبی ځل دی چې په یوه ورځ په دومره شمېره کې خلکو ته معافي ورکړی شوې ده.
د صدارتي بخښنې اعلان د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وشو. د دې ترمخه به د هغو کسانو سزاګانې کمولی شي چې په کور یې لږ تر لږه یو کال د بند وخت تېر کړی وي.
د کرونا په وخت د وبا د خپرېدو په لړ کې زندانونه په خصوصي توګه بدنام ګڼل کېږل او ځېنې قېدیان د وبا د خپرېدو د مخنیوي په غرض په کور د نظر بند ساتل کېدو دپاره کورونو ته لېږل شوي وو.
د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې د شمېرو ترمخه په یو وخت کې د پينځو څخه یو قېدي د کرونا مریض و.
د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن
بایډن وویل په اینده هفتو کې به نور ګامونه اخلي او د معافۍ د درخواستونو نظرثاني په جاري ساتي.
صدر بایډن په یو بیان کې وویل امریکا د امکان او د دویمو موقعو په لوظ جوړ شوی ملک دی او د صدر په حېث هغه دا اعزاز لري چې هغو خلکو سره رحم وکړي چې د پښېمانۍ اظهار يې کړی او ځان يې بیا سم کړی دی. هغه وویل غېرتشدد جرمونو او په خصوصي توګه د نشي توکیو په لړ کې د سزا شویو کسانو سزاګانې به کموي او یا ختموي.
د دې نه مخکې بایډن خپل زوي هنټر بایډن ته هم معافي ورکړې وه چې د ټېکس او د ټوپک ساتلو په لړ کې سزا شوی و.
بایډن د دې فشار سره مخامخ دی چې د جنورۍ په میاشت کې د صدر منتخب ډانلډ ټرمپ د سوګند پورته کولو نه مخکې دې په پراخه کچه خلکو ته معافي ورکړي چې په کې د مرګ سزاګانو سره مخامخ کسان هم شامل دي.
د وایټ هاوس وکیلانو وویل هغه کسانو ته معافي ورکړی شوې ده چې په پرتشدد جرمونو کې ککړ نه وو او خپل ژوندونه يې بیا سم کړي دي.