د امریکې صدر جوبایډن د اګست پر لومړۍ نېټه د اسرايل وزیراعظم بنیامین نتنیاهو ته په خبرو کې ډاډ ورکړی چې واشنګټن د ایران د ټولو ګواښونو په وړاندې د اسرايل د امنیت دفاع ته ژمن دی.
په تهران کې د حماس د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه له وژل کېدو وروسته صدر بایډن او د هغه مرستیالې کاملا هېریس له وزیراعظم بنیامین نتنیاهو سره په ټیلیفون خبرې کړي دي.
سپینې ماڼۍ په یو لنډ بیان کې ویلي چې جوبایډن یو ځل بیا د ایران او په سیمه کې د هغه د ملاتړو ډلو حماس، حزب الله او حوثي یاغیانو په خلاف د اسرايل د دفاع په اړه خپله ژمنه تکرار کړه.
په بیان کې راغلي چې بایډن او هېریس په دغو ټیلیفوني خبرو کې په سیمه کې د شخړې پر کمولو هم ټېنګار کړی دی.
له امریکایي مشرانو سره تر دغو خبرو مخکې اسرايل اعلان کړی وو چې په بیروت کې یې د حزب الله یو اعلی کمانډر په یو برید کې وژلی، خو د اسماعیل هنیه د وژل کېدو په اړه یې لا کومه تبصره نه ده کړې.
د ایران نوي صدر مسعود پزشکیان او د دې هېواد ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنایي د اسماعیل هنیه د وژنې تور په اسرایل پورې کړی او ګواښ یې کړی چې د دې برید په غچ کې به اسرایل "سخته سزا" وویني.
خپله حماس ډلې هم د خپل مشر اسماعیل هنیه د وژنې تور په اسرایل پورې کړی دی.
بایډن د اسرايل د ملاتړ د هڅو په لړ کې له وزیراعظم نتنیاهو سره د بېلسټیک میزایلو او ډرون الوتکو د خطرونو او د امریکې د دفاعي پوځ د ځای پر ځای کولو په اړه هم بحث کړی دی.
اسرایل د تېر کال د اکتوبر له اوومې نېټې راهیسې په غزې کې له حماس سره په جګړه اخته دی. اسرايلي چارواکي وايي د حماس په هغو بریدونو کې 1200 اسرايلي وګړي وژل شوي چې وایي اکثریت یې ولسي خلک وو.
اسرايل د دغو بریدونو په جواب کې په غزه کې د حماس په ضد عملیات پیل کړي دي، چې د غزې د روغتیا د چارواکو په وینا تر اوسه پورې پکې څه باندې 39,480 کسان وژل شوي چې وایي اکثریت یې ښځې او ماشومان دي.