تورپوستو ته په وینا کې بایډن پر ټرمپ برید د نسل او وسلو له تشدد سره تړلی وباله

د امریکې صدر جوبایډن بیرته خپل انتخابي کمپېن ته ستون شو او په دې لړ کې یې پر مخکیني ولسمشر ډانلډ ټرمپ باندې تر مرګوني برید وروسته نن په اول ځل د سختې مقابلې په ایالت نیواډا کې خپلو تورپوستو پلویانو ته وینا وکړه.

صدر بایډن په خپله وینا کې پر خپل ریپبلکن سیال ټرمپ‌ باندې د شنبې- خالي د ورځې برید په امریکا کې د نسل او وسلو له تشدد سره تړلی وباله او له امریکایانو یې غوښتنه وکړه چې په نړیواله کچه دا برید وغندي.

بایډن په لاس ویګاس کې تورپوستو رایه ورکوونکو ته وویل، "موږ ټول ذمه وار یو چې د [سیاسي] تودوخې درجه را ټیټه کړو او هر ډول تشدد وغندو".

د جولای پر 13مه د هغه پر ریپبلکن سیال باندې تر ډزو وروسته د بایډن د کمپېن ډلې سمدستي خپل ټیلیویژني اعلانونه بند کړل، پر ټرمپ یې لفظي بریدونه ودرول او د دې پر ځای یې د یووالي پیغام ته پام واړاوه.

د بایډن د کمپېن تګلاره مخکې دا وه چې د ټرمپ سختو نیوکو ته امریکایي جمهوریت ته د خطر په توګه پام وکړي، د 2020م د ټاکنو د نتیجو نه منل او پر هغه لګېدلي جرمونه په ګوته کړي، خو اوس یې دا تګلاره لږ څه نرمه کړې ده.

د نیواډا په لاس ویګاس ښار کې د مدني حقونو لپاره کارکوونکې د رنګارنګ خلکو د پرمختیا ملي ټولنې کنونشن ته په وینا کې بایډن د تورپوستو رایه ورکوونکو لپاره د خپلې انتظامیې پر ملاتړ رڼا واچوله، ځکه هغوی د ډیموکرېټک ګوند د اتحاد مهمه برخه اوسېدلي دي.

بایډن د کورونو د ګرانېدو د مخنیوي په اړه هم خپلې پالیسۍ بیان کړي، ځکه دا په نیواډا ایالت کې یوه حساسه معامله ګڼل کیږي. هغه به وروسته خپل پیغام د تورپوستانو له یوه تفریحي ټیلیویژن بي اي ټي‌ سره په مرکه کې هم خپور کړي.

د رنګارنګ خلکو د پرمختیا ملي ټولنه په امریکا کې تر ټولو پخوانی او د مدني حقونو تر ټولو لوی تنظیم دی چې د ډیموکرېټک ګوند لپاره د یوې مهمې انتخابي حلقې استازیتوب کوي.

که څه هم د 2020م په صدارتي ټاکنو کې تورپوستان د بایډن په ملاتړ د رایو ورکولو لپاره په ګڼ شمېر کې را ووتل، خو نظرپوښتنې ښیي چې په راتلونکو ټاکنو کې د هغه لپاره د تورپوستو ووټرانو ملاتړ کم شوی دی.

په امریکا کې د رنګارنګ خلکو د ملي ټولنې این اې سي سي پي مشر ډېریک جانسن د دوشنبې- ګل په ورځ وویل، هیله لري بایډن به له تورپوستو امریکایانو سره د مرستې یو پلان وړاندې کړي ځکه چې وایي هغوی له اقتصادي چېلنجونو سره مبارزه کوي او ویره لري چې حقونه یې له خطر سره مخ دي:

"خلک د ګېس او ډوډۍ بیو اندیښمن کړي دي خو د 2025م د منصوبې په اړه زیاتېدونکې پوهې هم اندېښمن کړي دي". جانسن د قدامت پسند ریپبلکن ګوند د هغو پالیسیو وړاندیزونو ته اشاره وکړه چې که ټرمپ صدر شي زیات واک به ولري.

ټاکل شوې ده چې صدر بایډن به د چارشنبې- شورو په ورځ د «یونیډوس یو ایس» په نوم تنظیم غونډې ته وینا وکړي چې د هسپانوي امریکایانو یا سپېنشیانو د مدني حقونو او استازیتوب تر ټولو لویه ټولنه او د ډیموکرېټانو لپاره د رایو تر لاسه کولو مهمه حلقه ده چې هڅه کوي لاتیني ووټران ور خپل کړي.

تمه کیږي بایډن به په دواړو ویناوو کې خپله هغه خبره تکرار کړي چې وایي د ملک سیاسي بیانونه باید ساړه وي او دا هغه پیغام دی چې نوموړي پر ډانلډ ټرمپ تر مرګوني برید وروسته په څلرویشت ګنټو کې په خپلو پرله پسې درو ویناګانو کې ورکړی وو.

صدر بایډن د دوشنبې- ګل په ورځ ټیکساس ایالت ته خپل سفر ځنډولی وو، چې تمه کېده ده به هلته د لینډن بي جانسن په نوم صدارتي کتابتون کې د مدني حقونو د قانون د 60مې کلیزې په اړه وینا کوله.

د سپینې ماڼۍ چارواکي وایي هیله لري د ټرمپ د وژنې هڅه به پر بایډن هغه فشار کم کړي چې خپل ډیموکرېټ ګوند یې ترې غواړي له صدارتي امیدوارۍ دې لاس واخلي ځکه چې وایي ذهني صحت یې ښه نه دی او د بلې څلورکلنې دورې لپاره یې د حکومت کولو پر وړتیا اندېښنې لري.

یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات له رویټرز خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.