د امریکې صدر جوبایدن وایي، په غزه پټۍ او اسرایل کې بېګناه ملکي خلک تر دوزخ غوندې حالت را تېرېږي او ټینګار یې وکړ چې د ډزبندۍ لپاره باید خبرې دوام ولري، همدارنګه یې وویل چې امریکا او متحدین به یې تر هغه وخته د اوکراین ملاتړ کوي چې دا جګړه یې ګټلې نه وي.
صدر جوبایډن د ستمبر پر 24مه د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته په خپله پرله پسې څلورمه او وروستۍ وینا کې د اسرایل او غزې په جګړه کې د دواړو غاړو د بې ګناه ملکي وګړو پر مرګ ژوبله خواشیني څرګنده کړه.
په خپله شاوخوا پینځویشت منټه وینا کې په لبنان کې د شخړې زیاتېدو خبرداری ورکړ او ویې ویل چې دا جګړه د هیچا په ګټه نه ده. بایډن وویل چې د اسرایل او حزب الله تر منځ د جګړې سفارتي حل لاره اوس هم ممکنه ده.
بایډن 11 میاشتې مخکې پر اسرایل د حماس په برید کې وژل شویو سلګونو ملکي وګړو او یرغمل شوو کسانو ته اشاره وکړه او ویې ویل، "ما د دغو یرغمل کسانو له کورنیو سره ولیدل، زه له دوی سره غمجن یم، دوی تر دوزخ تېرېږي."
د امریکا له تېرو شاوخوا نهو میاشتو راهیسې په غزه کې هم د ملکي وګړو پر مرګ ژوبله اندېښمن دی د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ غونډې ته وویل:
"په غزه کې هم بې ګناه ملکي وګړي له دوزخه تېرېږي. د مرسته کوونکو ادارو د کارکوونکو په ګډون زرګونه کسان ووژل شول. ډېرې کورنۍ بې ځایه شوې، په کېمپونو کې ګڼه ګوڼه ده او خلک له سخت بشري حالت سره مخ دي".
صدر بایډن په ټینګار سره په غزه کې د اوږدمهالې ډزبندۍ په اړه وویل، اوس د اسرایل او حماس دواړو لپاره وخت دی چې خپلو شرطونو ته حتمي شکل ورکړي او ډ ډزبندۍ په نتیجه کې یرغمل کور ته راستانه کړي او جګړه پای ته ورسوي.
د امریکایي صدر د وینا په وخت د نړۍ د نورو مشرانو په ګډون د اوکراین صدر هم په عمومي اسمبلۍ کې ناست وو او د هغه وینا ته یې سر ښوراوه کله چې هغه د اوکراین ملاتړ ته د دوام ورکولو خبره وکړه.
بایډن وویل، د یرغل خلاف به په کلکه ولاړ وي، وایي د روس صدر ولادیمیر پوټین جګړه او مقصد ناکامه شوي دي، د ده په وینا پوټین غوښتل اوکراین ختم کړي خو وایي اوکراین ازاد دی:
"هغه [پوټین] غوښتل نېټو کمزورې کړي، خو نېټو د دوو نویو غړیو فینلېنډ او سویډن په راتګ سره د مخکې په نسبت نوره غټه شوې، قوي شوې او متحده شوې ده".
د صدر بایډن په وینا غزه او اوکراین یواځینۍ جګړه نه ده، وایي سوډان کې هم ملکي جګړه روانه ده چې پکې ګڼ شمېر خلک وژل شوي دي او امریکا سوډان ته بشري مرستې وړاندې کوي. بایډن په سوډان کې هم د جګړې د ختمېدو غوښتنه وکړه.
ټاکل شوې چې له بایډن پرته د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د مشرانو لومړۍ ډله به هم نن د سه شنبې- نهې په ورځ دا موقع تر لاسه کړي چې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته ویناوې وکړي او تمه کېږي چې په اوکراین، غزه او د اسرایل او لبنان پر پوله د روانو شخړو په اړه بحث وکړي.
عمومي اسمبلۍ ته د ویناوو په شیډول یا مهالوېش کې د پولېنډ صدر اندرزیج ډوډا هم شامل دی چې هیواد یې ګاونډي اوکراین ته د مرستې د بسپنو په وېشلو کې مهم او بنیادي رول تر سره کړی دی.
ټاکل شوې ده د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد الثاني به هم نن د سه شنبې- نهې په ورځ په داسې حال کې د ملګرو ملتونو کالنۍ غونډې ته وینا وکړي چې د اسرایل او په لبنان کې د میشتې حزب الله وسلوالې ډلې تر منځ تاوتریخوالی زیات شوی دی.
د سه شنبې- نهې په ورځ د ویناوو په شیډول کې د ترکیې صدر رجب طیب اردوان، د ایران صدر مسعود پزشکیان، د جنوبي افریقې ولسمشر سیریل رامافوسا، د ویتنام صدر تولام، د سربیا صدر الیکزنډر ووچک او د برازیل صدر لویز اناسیو لولا دا سلوا هم شامل دي.