بالډ ایګل یا سپین سری عقاب د امریکې قومي مارغه وټاکل شو

د بالډ ایګل لظفي معنا ګنجی عقاب دی او د شمالي امریکې وطنی مارغه دی. د عقاب د سر رنګ سپین، مښوکه يې زیړه او د بند رنګ يې خړ دی

د تېرو ۲۴۰ کلونو راهسې بالډ ایګل یا سپین سری عقاب د امریکې د اثررسوخ علامت ګڼل کېږي خو اوس په رسمي ډول د امریکې قومي مارغه وټاکل شو.

صدر جوبایډن د نهې، سه شنبې، په ورځ یو قانون لاس لیک کړو چې ترمخه يې بالډ ایګل په رسمي ډول د امریکې قومي مارغه ومنل شو.

بایډن ته کانګرس د بالډ ایګل په اړه قانون د دستخط کولو دپاره وړاندې کړی و.

د کال ۱۷۸۲ راهسې د امریکې په سرکاري دستاوېزاتو په لګول شویو مهرونو کې بالډ ایګل لیدل کېږي.

د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن

د امریکې په مهر عقاب، د زېتون څانګه، غښي، د بېرغ په شان زغره، او په لاطیني ژبه کې دا عبارت یا شعار لیکل شوی چې د ګڼو څخه یو. د دې ترڅنګ په مهر د ستورو مجموعه هم جوړه شوې ده.

هم په کال ۱۷۸۲ کې کانګرس بالډ ایګل د امریکې قومي علامت وټاکلو او د هغه وخت راهسې د دې مارغه تصویران په رسمي دستاوېزاتو، په صدارتي بېرغ، د امریکې د پوځ په نخښو او د امریکې په پېسو لیدل کېږي خو د دې باوجود بالډ ایګل ته د امریکې د قومي مارغه درجه نه وه ورکړی شوې.

د بالډ ایګل لظفي معنا ګنجی عقاب دی او د شمالي امریکې وطنی مارغه دی. د عقاب د سر رنګ سپین، مښوکه يې زیړه او د بند رنګ يې خړ دی.