د امریکې صدر جوبایډن په وارسا کې د یو شمېر يورپي مشرانو سره لېدلي

بایډن په پولېنډ کې د يورپي ملکونو رهبرانو سره په داسې حال کې ملاقاتونه او سېکیورټي په اړه خبرې کړي چې هغه د روس یرغل سره مخامخ اوکراین غیر اعلانیه سفر کړی او اوکراین سره يې د امریکې او د نېټو ملاتړ تکرار کړی دی

د امریکې صدر جوبایډن او د نېټو سېکرېټري جنرل ینس سټالټنبرګ د پولېنډ سرښار وارسا کې د بلغاریه، چېک ريپبلک، اېستونیا، هنګري، لېتوېنیاو لېټویا، پولېنډ، رومانیه او د سلواکیا مشرانو سره لېدلي.

دغه ملکونه د بوکرسټ ناین یا د بي ناین ډلې غړي دې چې د نېټو ملکونو په انتهايي مشرقي څنډه پراته دي او په یو وخت کې د روس د اثر لاندې وو.

د دې تحریک بنیاد د رومانیه صدر په ۲۰۱۵ کې شروع کړی و.

امید دی چې صدر بایډن به د بي ناین ملکونو امنیت دپاره د امریکې ژمنه تکرار کړي.

سوړ جنګ د ختمېدو وروسته دغه ملکونه د ماسکو عزامو ته د تشویش په نظر کتنه کوي.

بایډن په پولېنډ کې د يورپي ملکونو رهبرانو سره په داسې حال کې ملاقاتونه او سېکیورټي په اړه خبرې کړي چې هغه د روس یرغل سره مخامخ اوکراین غیر اعلانیه سفر کړی او اوکراین سره يې د امریکې او د نېټو ملاتړ تکرار کړی دی.

په اوکراین کې جګړه دوام لري او رېډیو فري یورپ ار اېف ايي او رېډیو لېبرټي وايي روسي ځواکونو په دونڅک او لوهانسک سیمو کې د محاذ په سرخطونو هوايي او د توپخانې بمبارۍ ته دوام ورکړی دی.

د اوکراین صدر ولادومېر زېلېنسکي خبل ولس ته وویل چې د روس د فشار باوجود اوکرایني ځواکونه د خپلو دفاعي کرښو نه دي نه په شا شوي.

بلخوا چین ویلي چې په اوکراین کې جنګ ختمولو په لړ کې کردار ادا کول غواړي.

په اوکراین د یرغل په لړ کې چین د روس په سیاسي کچه حمایت کړی دی.

د چین خارجه وزیر کېن ګېنګ د نهې، سه شنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل بېجېنګ تشویش لري چې په اوکراین کې جګړ به نوره زیاته او د قابو نه بهر شي.

هغه وویل چین غوښتنه کوي چې د امن دپاره دې خبرې وشي او د سیاسي حل دپاره به بيجېنګ د چین دانش وړاندې کړي.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي او د وي او ای خبریالې پېټسي وېدا کاسواره د رپورټ نه اخیستل شوي دي