سپینې ماڼۍ د چارشنبې- شورو په ورځ اعلان وکړ چې صدر جو بایډن او د چین صدر شي جینپینګ به د نومبر پر 16مه د پیرو په سرښار لیما کې د روان 2024م کال د اېشیا پېسیفیک اقتصادي همکارۍ یا اېپیک سرمشریزې غونډې په څنډه کې سره ویني.
بایډن او شي تر دې وړاندې په تېره اپرېل میاشت کې په ټیلیفون خبرې کړې وې، یو کال مخکې یې په کېلیفورنیا کې د اېپیک غونډې په څنډه کې سره لیدلي وو او تر هغه وړاندې یې په 2022م کال کې د انډونیشیا په بالي ښار کې د جي-20 هېوادونو د سرمشریزې په څنډه کې سره لیدلي وو.
د بایډن انتظامیې یوه اعلی چارواکي د چارشنبې- شورو په ورځ خبریالانو ته وویل، تمه کیږي دواړه ولسمشران به په ځانګړي توګه د خپلو پوځونو تر منځ د رابطو پر بیا پیلولو، د فېنټینیل دوا د نړیوال بحران د ختمولو لپاره د مبارزې پر هڅې او د مصنوعي ذهانت د خطرونو د مخنیوي لپاره د نوي کار په ګډون د همکارۍ موضوعاتو ته بیا کتنه وکړي.
دغه چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط وو، د بایډن به صدر شي ته د اوکراین خلاف د ماسکو په جګړې کې د بېجینګ د ملاتړ او له روس سره د مرستې لپاره د شمالي کوریا د ځواکونو د ګومارلو په اړه هم "ژوره اندېښنه" ورته څرګنده کړي.
دغه چارواکي وویل ، بایډن به خپل چینایي سیال ته د چین د "غیرمنصفانه تجارتي پالیسیو او له منډۍ پرته د اقتصادي اقداماتو" په اړه هم خپله "پخوانۍ اندېښنه" ورته تکرار کړي چې وایي امریکایي کارګرو ته یې زیان اړولی دی.
چارواکي زیاته کړه بایډن به له شي جینپینګ سره په خبرو کې د امریکې پر مهمو ملکي اډاڼو باندې د چینایي سایبر بریدونو د هڅو، د تایوان او سویلي چین د سمندر په شاوخوا کې د بېجینګ د پوځي فعالیتونو د زیاتوالي او بشري حقونو ته د درناوي د اهمیت خبره هم را پورته کړي.
رویټرز خبري ایجنسۍ وایي په واشنګټن د چین سفارت لا د دغې لیدنې په اړه د دوی پوښتنې ته څه جواب نه دی ویلی، سفارت پر خپل ایکس پیرو ته د صدر شي د روانېدو په اړه پوسټ کړی دی خو له بایډن سره د هغه د لیدو په اړه یې څه نه دي ویلي.
دواړو مشرانو هڅه کړې له تایوانه نیولې د چین تر سویلي سمندر او روس پورې مسئلو په اړه تر خپل منځ تاوتریخوالی را کم کړي.
د امریکې د ملي امنیت سلاکار جېک سولېوېن وویل، بایډن به له شي سره په چین پورې تړلې یوې ډلې په اړه هم خپله اندېښنې راپورته کړي چې په دې وروستیو کې یې د امریکې د مشهورو چارواکو شخصي ټیلیفوني رابطې هېک کړې وې. سولیوېن وویل:
"صدر په ډاګه کړه چې امریکا او [د چین د خلکو جمهوریت] کولای شي خپل اختلافات را کم کړي او د دې مخه ونیسي چې سیالۍ یې په شخړه یا ټکر بدلې نه شي او هغه دا کار د ازادو اړیکو له لارې کوي".
کېدای شي په جنورۍ میاشت کې سپینې ماڼۍ ته د امریکې د منتخب صدر ډانالډ ټرمپ د راتلونکې انتظامیې تر راتګ مخکې د جوبایډن او شي جینپینګ تر منځ د شنبې- خالي د ورځې ناسته وروستۍ وي.
د امریکې نوي ټاکل شوي صدر ټرمپ د بهرنۍ تګلارې پر مهمو څوکیو هغه کسان ګومارلي چې د چین سرسخته نقادان دي او امکان لري د دوی ګومارل د بېجینګ خلاف د امریکې د لا ډېر لانجمن او مخالف دریځ سبب شي.
په دوی کې د کانګرس ریپبلکن غړی مایک والټز ټرمپ د ملي امنیت د سلاکار او سنېټر مارکو روبیو د بهرنیو چارو د وزیر په توګه نومولي دي.
د بایډن د انتظامیې چارواکي د وي او اې د یوې پوښتنې په جواب کې وویل، راتلونکې انتظامیه چې هر ډول پرېکړه کوي، دا به د امریکې او چین تر منځ د "سختو او پېچليو اړیکو" د سمبالولو لپاره د لارو چارو لټولو ته اړتیا ولري. هغه وویل:
"روس، د چین تایوان تنګی، د جنوبي چین سمندر او سایبر هغه مسایل دي چې پکار دی راتلونکې انتظامیه یې په اړه په احتیاط سره فکر وکړي، ځکه چې دا له چین سره د ژورې پالیسۍ د اختلافاتو مسایل دي او زه هیله نه لرم چې دا به ختم شي".
امکان لري د چین صدر به هم دا توقع لري چې د ټرمپ انتظامیه د نړیوال تجارت په اړه څه پلان لري، په ځانګړي توګه د هغه له حکومت سره نویو اړیکو ته به په دې تناظر کې ګوري چې ایا هغه به پر ټولو چینایي توکو د درنو محصولاتو لګولو ژمنې پر ځای کوي که څنګه.