بلاول بهټو په سند هاوس د پي ټي ای د پلویانو یرغل د ترهګرۍ اقدام بللی 

د پيپلز ګوند مشر بلاول بهټو په سند هاوس د ترهګرۍ عمل بللی دی او ویلي یې دي چې په دې لړ کې به مقدمه هم درج کوي

د پاکستان د حکومت مخالفو ګوندونو په اسلام اباد کې په سند هاوس د واکمن تحریک انصاف ګوند د پلویانو د برید غندنه کړې ده او د پاکستان پیپلز پارټۍ مشر بلاول بهټو دغه د ترهګرۍ ګام بللی دی.

په حزب اختلاف کې دريو پخواني وزير اعظمانو شاهد خاقان عباسى، راجا پرويز اشرف او يوسف رضا ګيلاني خبردارې کړی که په سند هاوس کې د هغوي په قول "پوليس ګردي" وشوه نو ذمه وار به یې وزير اعظم عمران خان او د کورنيو چارو وزير شېخ رشید وي.

د پيپلز ګوند مشر بلاول بهټو په سند هاوس د ترهګرۍ عمل بللی دی او ویلي یې دي چې په دې لړ کې به مقدمه هم درج کوي.

په رسنيو کې خپرو ویډيو ګانو کې لیدل کیږي چې د تحریک انصاف ګوند په ګڼ شمیر پلویان د سند هاؤس مخې ته ورټول شوي، د ودانۍ په دیوالونو اؤ دروازه ورخیژي اؤ د ودانۍ دروازه ماتوي.

د رپوټونو تر مخه په بېلا بېلو ښارونو کې په پارلېمنټ کې پي ټي ايي د هغو غړو خلاف مظاهرې شوي چې ویلي یې د عمران خان خلاف د عدم اعتماد تحریک حمایت به کوي.

د پيښور نه د پي ټي اي د قومي اسمبلۍ غړي نور عالم خان ویلي د مرګ دړکې ورکول کېږي. هغه په ټوېټرې یو پېغام کې ویلي په دړکو ورته وېل کېږي چې د بشیربلور او د بېنظیر بهټو په شان سلوک به ورسره وشي.

پخوانیو وزاعظمانو شاهد خاقان عباسى، راجا پرويز اشرف او يوسف رضا ګيلاني په يو ګډ بيان ويلي چې عمران خان د وزيراعظم په حېث اکثريت او د ايوان یعنې د قومي اسمبلۍ اعتماد بېللی دى، د قامى اسمبلۍ سپيکر هم بې پلوه نه دی او وفاقى وزيران سيند هاوس د پيسو اخيستلو او ورکولو مرکز ګرځوى.

بلاول بهټو يو شخصى ټيلى وژن سره خبرو کې ويلى په سند هاوس بريد د هغه په قول د منصوبه بندۍ د لاندی شوی دى٠

نوموړي ويلي " زه خلکو ته زيرې ورکوم چى حکومت ختم شوی دی ،عمران خان خپل اکثريت بيللی دی او هغه ته اوس خپله ماتې ښکارى او د شان اوس هغه دهشت خواراول غواړي."

نوموړى وويل دا رقم ګامونو سره حکومت مونږه نشي ويرولی او دا غير جمهوري تن به په جمهورى طريقه کور ته ليږوو

د وزیراعظم عمران خان په ضد د حزب اختلاف د بې باورۍ تحریک د وړاندې کېدو نه پس وروسته د واکمن ګوند تحریک انصاف د پارلېمنټ ګڼ شمیرغړو داپوزیشن ډلو دملاتړ اعلان کړی اؤ دغه غړي په اسلام اباد کې د سند حکومت په سرکاري ودانۍ سند هاوس کې ساتل شوي دي.

د اطلاعاتو وزیر چودهري فواد حسېن په سند هاوس کې د حکومت د مخالفینو د جمع کېدو په اړه په ټويټر لیکلي چې حزب اختلاف دې د هغه په قول د ولس فېصلې سره د لوبو کولو نه ډډه وکړي. هغه وویل حکومتي غړو د پي ټي ای کارکونکو ته وېل چې صبر نه دې کار واخلي٠

د کورنیو چارو مرکزى وزير شيخ رشيد احمد د سند هاوس په بريد افسوس څرګند کړې او ويلي دى چى پوليسو د پي ټي اي يو شمير غړي ګرفتار کړي دي.

نوموړى وويل په اینده ورځو کې د اسلام اباد د امنيت وضع ټينګه ساتلو دپاره به دوه زره رينجرز عسکر پر ځای کوي.

د بهرنيو جارو وزير شاه محمود قريشى د جمعې په ورځ يو خبرى غونډې ته وويل چې د پي ټي اي نه اوښتو غړو ته به شو کاز نوټسې ليږي او د قومي اسمبلۍ سپېکر دې د دوی په ضد ګامونه پورته کړي.

ښاغلی قرېشي وویل د ایین، قانون او اخلاقياتو په تناظر کې پي ټي ای فېصله کړې د خواست پرته که يو غړی د ګوند تګلاره نه خپلوي نو ورته به شو کاز نوټس ورکول کيږى او په ضد به یې صدارتي ريفرنس هم ليږل کېږي.

څېړونکي ویروه څرګندوی چې د بې باورۍ تحريک نه وړاندې د حکومت او اپوزيشن لخوا اسلام اباد کې درانې اولسي جلسې او لاريونونه به امنيت د خطر سره مخامخ کړى.

څېړونکي اوېس توحید وي او ای ډیوه ته وویل د سیاسي اړي کړي په ترڅ کې تشدد رامنځته کېدلی شي.