د مفرورتیا او د رازونو په پرده کې پټ اوسامه بن لادن بالاخراوژلی شو.
د امریکائي ځواکونه لاس د پاکستان ایبټ آباد ښار په یو کور کې پټ اوسامه بن لادن ته څه رنگ اورسیدل؟
په تیرو څو کلونو کې د اوسامه بن لادن د لټون په حقله ځنې وخت شواهد به حوصله افزا وو. او ځنې وخت به دغه شواهد لکه د هاغه تار په رنگ وو چې بجلۍ پکښې نه وي یعنې لکه د یو سوړ تارپه رنگ.
خو د امریکې د نیویارک ټائمز ورځپاڼې ترمخه د اوسامه بن لادن په تکل کې وړمبي انتهائي دلچسپ شواهد د تیر کال د اگست په میاشت کې د استخباراتي چارواکو ترلاسه کړل.
اوسامه بن لادن ته بالاخر رسائي په لړې کې د تار یو سر په دې شکل کې د استخباراتي چارواکو په لاس ورغلو کله چې د هغه د انتهائي اعتماد یو کس چې د پیغام رسانۍ کار به يي کولو، اونیولی شواو بیا ددغه کس د حرک څارنه شورو شوه.
د بن لادن وژنه، د جاسوسۍ کامیابي
د نیول شوې کس د څارنې په نتیجه کې استخباراتي چارواکې ایبټ آباد کې هاغه کور ته اورسیدل چرته چې بن لادن سره د خپلې کورنۍ ځنې غړو ژوند کولو. د چم گاؤنډ خلکو د وینا ترمخه د لوړو دیوالونو پشا چې په سر يي ازغن تارونه هم پیرلی شوې وو ددغه کور اوسیدونکو په لا تعلقۍ، څه په راز او تر ډیر حده پورې په پراسراریت کې ژوند کولو.
د مواصلاتو په دې دور کې د کور اوسیدونکو د انټرنیټ سره څه تعلق نه لرلو. د نیویارک ټائمز رپورټ کې ویل شوې کور کې ټیلې فون هم نه وو او د کور اوسیدونکې د حفاظت په حقله دومره اندیښمن وو چې د کور خزله به يي هم سوزله.
د پاکستاني فوج د یو لوړ رتبه چارواکې د خولې کله چې د القاعده مشرانو د نیولو او د هغوي د لټون د پاره عملیاتو کې زیاتوالی اوکړی شو او د القاعده اهم غړي اونیولی شول نو د تنظیم مشرانو یو بل سره د رابطې د پاره د ټیلې فون، موبائیل، انټرنیټ او عن تر د خط او کتابت استعمال پریښودو په دې خاطر چې په لاره کې دغه پیغامونه اونه نیولی شي.او ددې په ځائې په یو او بل ځائي کې په خفیه پناځایونو کې پرتوؤ القاعده مشرانو د پیغام رسانۍ او د رابطې د پاره د استازو نه کار اخستل شورو کړو. ددغه پاکستاني چارواکې ترمخه د انساني پیغام رساني په وجه خو د رابطې کار سست شو خو د امنیتي چارواکو د پاره ددې څارنه څه لږه گرانه شوه.
د نیویارک ټائمز ورځپاڼې د رپورټ ترمخه، ایبټ آباد کې اوسامه بن لادن ته رسائۍ کې چې د کوم ریبار لاس وو هغه په گوانټانامو کې د بندي کسانو د معلوماتو په بنیاد نیولی شوی وو. دغه استازی د خالد شیخ محمد د لاس کس وو. خالد شیخ محمد د کال ٢٠٠١ د ستمبر د حملو د منصوبه سازۍ دعوه کوي او په راولپنډۍ ښار کې نیول شوی او اوس په گوانټانامو زندان کې بندي دی.
نیویارک ټائمز وائي د څومیاشتو د څارنې او د مواصلاتي سیارو د تصویرانو د لارې د ایبټ آباد کور د څارنې ورستو د سي ائي ای چارواکو دا اندازه اولگوله چې دغه کور کې د اوسامه بن لادن د موجودیت کوټلی امکان موجود دی. امریکائي چارواکې دا هم گڼې چې په کال ٢٠٠٥ کې جوړ دغه کور په خصوصي توگه د اوسامه بن لادن د پناه ځائې په توگه تیار کړی شوی وو.
او ددې ورستو چې استخباراتي چارواکې په دې باوري شول چې د ایبټ آباد په دغه کور کې اوسامه بن لادن او د هغه کورنۍ ژوند کوي نو د صدر باراک اوبامه په اجازت د کاروائي منصوبه بندي شورو کړی شوه. او د خپلو صلاح کارانو سره د غور ورستو باراک اوبامه امنيتي ځواکونو ته ایبټ آباد کې د کاروائي اجازت ورکړو.
یو امریکائي چارواکې نیویارک ټائمز ته وئیلې کاروائي په دومره خفیه ډول ترسره کړه شوه چې عن د پاکستان حکومت ته هم ددې اطلاع نه ورکړی شوې.
د کاروائي ورستو باراک اوبامه د واشنگټن نه خپل قام او نړۍ ته د اوسامه بن لادن د وژنې خبر ورکړو.