کراچۍ : د شيعه مسلمانانو په امام باړه چاودنه شوي

د پوليسو په وينا د لانډهي په مجيد کالونۍ کې د لاسي بم چاؤدنه د شيه مسلمانانود امام باړي مخي ته شوي ده

د کراچۍ په لانډهي سيمه کې د شيعه مسلمانانو د امام باړي مخي ته د لاسي بم چاؤدنه شوي ده . راپورونو ترمخه د چاؤدني په نتيجه کې دري کسان مړه او پنځلس نور ژوبل شوي دي . ولي چارواکو په پېښه کې د يو کس د وژني او اوولسو کسانو د ژوبليدو پخلی کړی دی .
د قائدآباد تهاڼي د پوليسو په وينا د لانډهي په مجيد کالونۍ کې د لاسي بم چاؤدنه د شيه مسلمانانود امام باړي مخي ته شوي ده . د پېښي په اړه د ښار د مليرضلعي د پوليسو مشرايس ايس پي ناصر آفتاب ويلي په امام باړه لاسي بم په داسي حال کې نامالومه وسله والو غورزولی دی چې خلک د امام باړي نه بهر راوتل" په عېن داسي حال کې چې کله نياز ويشل شو د بهر نه څوک راغلي او گرنيډ يې ويشتی دی او وروسته بيا ډزي هم اوريدل شوي دي " نوموړي زياته کړي حمله کوؤنکي په تېښته کې بريالي شوي دي او پوليسو د پېښي پلټني پيل کړي دي .
د چاؤدني په ځايې موجود يو کس ويلي " مونږ دننه لنگر پخوؤ او چې څنګه غزاداري ختمه شوه څه خلک بهر ناست وو او څوک بهرراوتل چې ناڅاپه چاؤدنه اوشوه " .
د پېښي په نتيجه کې مړي او ژوبل جناح روغتون ته رسول شوي دي . د جناح روغتون مشري ډاکټري سيمي جمالي ډيوه ريډيو سره خبرو کې روغتون ته د راوړل شوو مړو ژوبلو په اړه ويلي " روغتون ته اوولس ژوبل او يو مړی راوړل شوی دی او په ژوبلو کې دري په ټپي حالت کې دي " .
وزير اعلي قائم علي شاه د چاؤدني رپورټ طلب کړی او پوليس ته يې په ښار کې د سيکيورټۍ زياتولو امر کړی دی .
ياده دي وي لانډهي کې دغه پېښه په داسي حال کې رامنځته شوي ده چې په ښار کې د رينجرو او پوليسو لخوا د وران کارو پرضد هدفي عمليات روان دي . د پوليس چارواکو په وينا تازه عمليات د کلفټن سيمي په بېلابېلو علاقو کې ترسره شوي او لس کسان نيولي شوي دي . پوليس وايې د اتحاد ټاؤن او ملير په سيمه کې يې هم عمليات کړي دي .