بلېنکن: حماس د جنګ بندۍ په وړاندیز کې داسې بدلونونه تجویز کړي چې د کار نه دي

بلېنکن په اردن کې په غزه کې د بشري امداد په اړه غونډه کې ناست لیدل کېږي

د امریکې خاجه وزیر اېنټني بلېنکن د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل حماس د جنګ بندۍ په وړاندیز کې ګڼ شمېر داسې بدلونونه تجویز کړي دي چې ځینې د کار دي او ځینې نه دي.

بلېنکن په دوحه، قطر کې، خبري کانفرنس ته وویل اسرایل د ډز بندۍ تجویزونه په اصلي شکل کې منلي دي او په اینده ورځو کې به د قطر او مصر سره په شریکه کار کوي چې معاهده ترسره کړی شي.

قطر او مصرد اسرایل او حماس ترمنځ دریمګرتوب کوي چې په غزه کې د اوربند دپاره ګڼو مرحلو د جنګ بندۍ تجویز ومني.

د قطر وزیراعظم شېخ محمد بن عبدالرحمان الثاني خبریالانو ته وویل قطر، امریکا او نورو همکارانو لوظ کړی چې د ممکنه معاهدې په اړه خلیج ختم کړی او چې څومره زر ممکنه وي جنګ د ختمېدو دپاره لاره ولټول شي.

د قطر وزیراعظم په دې خبره هم ټینګار وکړو چې د شخړې داسې ډول مستقل حل ضرورت دی چې اسرایل او فلسطیني ریاست په کط سنګ په سنګ وجود ولري.

د دې نه مخکې بلېنکن د قطر له وزیراعظم شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني سره ولیدل او د امریکا، قطر او مصر چارواکو په غزه کې د وړاندیز شوې څواړخیزې ډزبندۍ په اړه د حماس د غبرګون ارزونه کول."

د امریکې صدر جو بایډن د می میاشتې پر 31مه په سپینه ماڼۍ کې د وینا په مهال د ډزبندۍ د نوي ممکنه تړون د وړاندیز تفصیلات خپاره کړل خو بایډن او نورو امریکایي چارواکو بیا بیا ټینګار کړی چې دا د اسرایل وړاندیز دی.

اینټني بلینکن د سه شنبې- نهې په ورځ وویل چې د اسرایل وزیراعظم بنیامین نتنیاهو د تړون په اړه خپله ژمنه بیا تکرار کړه.

خو تر اوسه د تړون په اړه ممکنه اختلافي ټکي لا پاته دي، حماس غواړي چې اسرایل خپل ځواکونه له غزې وباسي او اسرایل بیا وایي حماس ته به بشپړه ماتې ورکوي چې دا ډله په راتلونکي کې پر اسرایل د بریدونو جوګه پاته نه شي.

د ډزبندۍ د تړون دا وړاندیز په درو پړاوونو کې دی، چې په لومړي پړاو کې یې د جګړې درېدل، له غزې د ځینو یرغمل شویو بندیانو خوشي کېدل، له اسرایلي زندانونو د ځینو فلسطیني بندیانو خوشې کېدل، د فلسطینیانو لپاره د بشري مرستو زیاتېدل او د غزې د ابادۍ له سیمو د اسرایلي پوځیانو وتل او بې کوره شوي فلسطینیان خپلو کورونو او سیمو ته ستنېدل شامل دي.

په دویم پړاو کې له غزې څخه د پاته ټولو یرغمل شویو اسرایلي وګړو خوشي کېدل او د اسرایلي پوځ د بشپړ وتلو په بدل کې د اسرایل او حماس تر منځ د دایمي دښمنۍ ختمېدل شامل دي.

په درېیم او وروستي پړاو کې د غزې پټۍ د بیارغونې څو کلن پلان شامل دی، چې اکثره برخه یې د اسرایل د اتو میاشتو په بمباریو کې تباه شوې ده. په دې پړاو کې به د ټولو وژل شویو یرغمل کسانو مړي هم بیرته اسرایل ته سپارل کیږي.

بشري مرستې

اینټني بلینکن د سه شنبې- نهې په ورځ د هغو فلسطیني ملکي وګړو لپاره د 404 میلینه ډالرو نوې بشري مرستې اعلان وکړ، چې له اته میاشتنۍ جګړې وروسته مرستو ته سخته اړتیا لري.

دا مرستې د خوراک، د څښاک د پاکو اوبو، علاج، ساتنې، تعلیم، سرپناه او نفسیاتي ټولنیز ملاتړ لپاره ټاکل شوې دي.

د بشري حقونو د نړیوالو ډلو او امریکايي چارواکو په وینا، یواځې په تېره یوه میاشت کې د غزې له جنوبي ښار رفح څخه تر یو میلین زیات کسان بې ځایه شوي او اکثره یې څو ځلې له خپلو سیمو ایستل شوي دي.

وایي په سلو کې 59 کسان د څښلو پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري. د غزې د صفایي نظام اکثر تباه شوی دی او په دې ویجاړه شوې سیمه کې له 40 روغتونونو څخه اوس لږ تر لږه یو درجن خلاص پاته دي.

اردن، مصر او ملګرو ملتونو د جون پر 11مه د غزې خلکو ته د بشري مرستو د رسد د ښه کولو په اړه یو کانفرنس جوړ کړی وو او د اردن پاچا عبدالله دې غونډې ته وویل، په غزه کې فلسطینیانو ته بشري مرستې چمتو کول "زموږ د انسانیت او اخلاص امتحان دی".

د اکټوبر پر اوومه د حماس په برید کې شاوخوا 1,200 اسرایلي وګړي وژل شوي وو چې زیاتره یې ملکي وګړي وو، د اسرایلو د رسمي شمېرو له مخې د حماس وسلوالو شاوخوا 250 تنه یرغمل نیولي وو، چې وایي 116 یې لا په غزه کې دي او 41 وژل شوي دي.

د غزې د روغتیا وزارت په وینا د اکتوبر له اوومې را وروسته د حماس خلاف د اسرایل په پوځي عملیاتو کې تر اوسه له 37,000 زیات فلسطینیان وژل شوي دي، چې په هغوی کې جنګیالي او ملکي وګړي دواړه شامل دي.

یادونه:- د سټېټ ډیپارټمنټ بېرو چېف هم په دې رپوټ کې مرسته کړې او ځینې معلومات له اې پي، اې ایف پي او رویټرز اخیستل شوي دي.