د امریکې خارجه وزیر وايي د اسرایل او د حزب الله ډزبندي په عمومي توګه په ځای ده

په برسلز کې د نېټو د غونډې په څنډه کې بلېنکن خبریالانو ته وویل په لبنان کې اوربند په ځای دی او د خلاف ورزیو او یا دمبینه خلاف ورزیو په اړه د تشویش په لړ کې هغه طریقه کار استعمالوي چې مخکې ځای په ځای کړی شوي و

د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل د اسرایل او په لبنان کې مېشته د حزب الله وسله والې ډلې ترمنځ ډزبندي بحال ده، د دې باوجود چې دواړو فريقېنو په تېرو څو ورځو کې وخت په وخت په یو بل تازه حملې هم کړي دي.

په برسلز کې د نېټو د غونډې په څنډه کې بلېنکن خبریالانو ته وویل په لبنان کې اوربند په ځای دی او د خلاف ورزیو او یا دمبینه خلاف ورزیو په اړه د تشویش په لړ کې هغه طریقه کار استعمالوي چې مخکې ځای په ځای کړی شوي و.

اسرایل او حزب الله دواړو په یو بل د ډز بندۍ د خلاف الزامات لګولي دي.

بلېنکن وویل په بنیادي توګه اسرایل او حزب الله دواړه غواړي چې ډزبندي دوامداره پاتې شي مګر دا خبره یقیني کول پکار ده چې د ډزبندي پابندي شي "او مونږ هم د داسې کولو عزم لروو."

د ډزبندۍ د څارنې دپاره یو کمېټي جوړه شوې ده چې په کې فرانس، د ملګرو ملتونو امن ساتونکي، اسرایل او لبنان شامل دي. امریکا د کمېټۍ مشري کوي. کمېټي د ټولو اړونده ډلو ترمنځ د مواصلاتو ذمه واري په غاړه لري چې د ډز بندۍ خلاف ورزۍ معلومې کړی شي او تاوتریخوالي د زیاتېدو مخه ونېسي.

بلېنکن وویل فرانس سره په همکارۍ د جوړ شوي مېکېنېزم یا د طریقه کار مقصد دا دی چې په موثره توګه ډز بندي نافذ کړی شي، د دې څارنه وشي او دا یقیني کړی شي چې اور بند دوام لري.

بلېنکن وویل که چېرې دا تشویش پېدا شي چې یو یا بل فریق د ډزبندۍ خلاف ورزي کوي نو دوی ته ورځي او دوی بیا د فریقېنو ترمنځ ثالثي کوي او اوس هم داسې شوي دي.

د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن

د معاهدې دلاندې اسرایل او حزب الله به د سرحدي علاقو نه په شا کېږي او په خالي سیمه کې به لبنان او د ملګرو ملتونو امن ساتونکي ګمارل کېږي.

اسرایل د شورو، چهارشنبې، په ورځ په لبنان کې تازه حملې وکړې.

د لبنان د صحت وزیر فراس الابیض د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل د اسرایل او د حزب الله به جنګ کې لږ تر لږه ۴۰۴۷ کسان وژل شوي او د ۱۶۶۰۰ نه زیات نور کسان زخمیان شوي دي.

امریکايي او نورو چارواکو په تېرو څو ورځو کې د دې امید اظهار کړی دی چې د اسرایل او د حزب الله ډزبندي به په غزه کې په جنګ بندۍ کې مرسته وکړي.

په غزه کې د اوربند دپاره د امریکې، مصر او قطر کوښښونه ناکامه شوي دي.

په غزه کې جنګ په اسرایل د حماس د حملې نه شروع شوی دی. په اسرایل د حماس په حمله کې تر ۱۲۰۰ پورې کسان وژل شوي او تر ۲۵۰ پورې نور کسان حماس یرغمال نیولي وو.

د حماس د حملې په جواب کې اسرایل د فلسطیني مسلح ډلې خلاف په غزه کې جنګ شروع کړی چې د غزه د صحت وزارت وايي تراوسه په کې ۴۴۵۰۰ نه زیات فلسطینیان وژل شوي دي چې زیاتره ښځې او ماشومان دي.

اسرایل وايي په غزه کې په زرکونو وسله وال هم وژل شوي دي.

امریکې او نورو مغربي ملکونو د ایران حمایت یافته حماس او حزب الله ترهګر تنظیمونه ټاکلي دي.