د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن د مصر د سفر په مهال په قاهره کې د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل په غزه کې د اسرایل او د حماس جنګ ختمول به په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي د خورېدو مخنیوي دپاره تر ټولو غوره لاره وي او د امن دپاره وړاندې کړی شوي معاهدې په زیاترو مادو اتفاق شوی دی.
امریکا، مصر او قطر د تېرو څو میاشتو راهسې کوښښونه کوي چې اسرایل او حماس د امن په هغه تجویز متفق شي چې امریکې وړاندې کړی خو ورته د معاهدې شکل نه دی ورکړی شوی.
بلېنکن په قاهره کې د مصر خارجه وزیر بدرالعاطي سره شریک خبري کانفرنس ته وویل په تېره یوه نیمه میاشت کې د امن په جوزه معاهده پرمختګ شوی او پکار ده چې اسرایل او حماس د سیاسي عزم مظاهره وکړي او حتمي شکل ورکړي.
هغه وویل فکر کوي چې د امن په مجوزه معاهده کې ۱۸ پېراګرافونه دي او په ۱۵ اتفاق شوی دی خو پکار ده چې باقي پاتې مسلې حل کړی شي.
خبري غونډې ته د مصر خارجه وزیر العاطي د ترجمان په زریعه وویل حماس لوظ کړی چې د هغه معاهدې پابندي به کوي چې د می په ۲۷ نېټه پې اتفاق شوی او د جولای په دویمه نېټه په ترمیمونه شوي دي.
مصري چارواکو سره په دوه اړخیزه تعلقاتو ترڅنګ قاهرې ته د بلېنکن د تګ مقصد د اسرایل او د حماس ترمنځ د سولې په اړه مصري چارواکو سره خبرې اترې کول وو.
د تېر کال د اکتوبر په اوومه نېټه د اسرایل او د حماس جنګ د شروع کېدو راهسې منځني ختیځ ته دا د بلېنکن لسم سفر و. د هغه په تازه سفر کې اسرایل ته تګ شامل نه و.
قاهرې ته د بلېنکن د رسېدو نه څو ګنټې مخکې د چاودنو یوې لړۍ د لبنان حزب الله ډله په نخښه کړه چې په غزه کې د اور بند دپاره په مذاکراتو کې يې نوره پېچيدګي پېدا کړه. د لبنان د صحت وزیر فراس عبیاض د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل په چاودنو کې د وژل شویو کسانو شمېره ۱۲ ته رسېدلې ده.
بلېنکن د مصر صدر عبدالفتاح السیسي سره ولېدل. السیسي وویل په غزه کې سولې دپاره خبرې اترې به زیاتولی شي.
د مصر صدر سره د بلېنکن د ۹۰ منټو د ملاقات وروسته، د السیسي دفتر وویل بلېنکن او السیسي په غزه کې د جنګ بندۍ او د اسرایلي یرغمالانو او د فلسطيني قېدیانو د ازادۍ دپاره د امریکې، مصر او د قطر ترمنځ مذاکراتو کې پرمختګ دپاره خبرې اترې په زیاتولو غور وکړو.
د مصر د صدر دفتر په یو بیان کې وویل السیسي غوښتنه وکړه چې غزه ته انساني امداد د زیاتولو په لاره کې خنډان لرې کولو دپاره دې په فېصله کن توګه مداخلت وکړی شي او په وېسټ بېنک کې د اسرایل مبینه خلاف ورزۍ دې ودرول شي.
بلېنکن د مصر خارجه وزیر بدرعبدالعاطي سره شریک خبري کانفرنس ته وویل مصري چارواکو سره يې د اسرایل او د حماس ترمنځ د ډزبندۍ د معاهدې په اهمیت یې غور وکړو. هغه زیاته کړه چې امریکا، مصر او قطر به د معاهدې دپاره کوښښونه جاري ساتي.
بلېنکن وویل ټول په دې خبر دي چې په غزه کې د انساني بحران د حل کولو او د منځني ختیځ د ثبات دپاره ډز بندي بهترینه موقعه ده.
مصر ته د بلېنکن د رسېدو نه څو ګنټې مخکې په لبنان کې د نهې، سه شنبې، په ورځ د چاودنو په لړۍ کې د حزب الله وسلوال په هدف شول. د لبنان د صحت وزیر فراس ابیاض وویل په چاودنو کې د وژل شویو کسانو شمېره ۱۲ ته ورسېده. تر ۲۸۰۰ پورې نور کسان زخمیان شوي دي.
حزب الله د چاودنو ذمه واري په اسرایل اچولې خو اسرایل په دې اړه د څه وېلو نه انکار کړی دی.
بلېنکن د دې رپورټونو تردید وکړو چې امریکا د لبنان په چاودنو کې ککړ ده او یا يې پېشګي معلومات لرل. هغه وویل امریکا د لبنان د پېښې په اړه معلومات او حقایق راټولوي.
د امریکې خارجه وزیر وویل د امریکې دریځ په دې اړه ډېر واضحه دی چې ټول فریقېن دې د داسې ګامونو نه ډډه وکړي چې شخړه زیاتولی شي.
د امریکې اېکسي اوس نومې خبري وویل په لبنان کې د حملې نه څو منټه مخکې د اسرایل د دفاع وزیر یواو ګېلانټ د امریکې د دفاع وزیر لواېډ اسټن ته اطلاع ورکړه چې په لبنان کې اپرېشن کېدونکی دی خو نور څه تفصیلات يې ور نه کړل.
د السیسي دفتر په یو بیان کې وویل د سایبر حملې په ضد د لبنان ملاتړ کوي.
بلېنکن به په قاهره کې مصري چارواکو سره د دواړو ملکونو په تعلاقاتو هم مذاکرات کوي.
د قاهرې وروسته به بلېنکن د فرانس سفر کوي او په پېرس کې به د فرانس، برطانيي او د اټلي خارجه وزیرانو سره ملاقاتونه کوي.