بلوچستان نېشنل ګوند د خضدار په وډ ښار کې وسله والو موجودګۍ پرضد لاریونونه کړي
د بلوچستان نېشنل ګوند پلویانو د کوټې په شمول د صوبې په ګڼو ښارونو کې مظاهرې کړي. د ګوند ځیني مشران وايي د خضدار په وډ ښار کې وسله وال په رڼا ورځ ازاد ګرځي او امنیتي وضعه ورځ تر بله خرابیږي. په یاده سیمه کې ۹ کاله وړاندې په زوره د بې درکه شوو کسانو یو ډله ایز قبر هم موندل شوی وو. د نېشنل ګوند د مظاهرو نور حال حمید سمسور وړاندې کوي.