په بنګله دېش کې د طالبعلمانو لخوا د پراخواحتجاجونو وروستو، د هغه ملک سپریم کورټ د حکومت هغه جنجالي منصوبه بدله کړې ده چې په وجه یې دغه احتجاجونه پیل شوي دي. بنګله دېش کې دا مظاهرې د څو هفتو راهېسي روانې دي چې په ترڅ کې یې یو شمېر مړه او زخمیان شوي دي. نور تفصیل د فواد لامع په دې رپوټ کې واورئ.
د امریکا صدر او د ډېموکرېټ ګوند صدارتي کاندید جو باېډن نن د اتوار/ یکشنبې په ورځ د امریکا د راتلونکي صدارتي ټاکنو د زغل نه د وتلو اعلان کړی او د مرستیالې صدرې کاملا هېرس ملاتړ یې اعلان کړی. دغه اعلان په داسې وخت شوې چې په امریکا کې صدارتي ټاکنو ته څلور میاشتې پاتې دي.
د خېبر پښتونخوا په بېلا بېلو برخو کې ورځ تر بله د ترهګرۍ زیاتیدونکو پېښو او د حکومت لخوا د پوځي عملیاتو خبرو د صوبې اولس او په خاصه توګه کاروباریان نور اندېښمن کړي. وي او ای ډیوه په دې حالاتو د وړو کاروباریانو سره خبرې کړي.
د خېبرپښتونخوا په بنو ضلع کې احتجاجي پرلت نن په دویمه ورځ هم دوام درلود. په ضلع کې د موبایل شبکې او انټرنیټ خدمات د ځنډ ښکار و، د بازارونو په ځینو سیمو کې دوکانونه پرانستي و، خو د خلکو ګڼه ګوڼه پکې د نشت برابر وه، او په هسپتالونو کې د ژوبل کسانو درملنه روانه ده.
د پاکستان بلوچستان ایالت سرحدي ښارګوټي چمن کې د تیرو لسو میاشتو راهسې روان پرلت کمېټۍ غړو ویلي، د منځګړو په مرسته د حکومت سره روانې خبرې اترې یې کامیبې شوي. د پاکستان مرکزي حکومت او د بلوچستان ایالتي حکومت تر اوسه د پرلت د مشرانو د دغه دعوو په اړه څه نه دي ویلي.
د چاپېریال/ ماحولیاتو کارپوهان وايي په خېبر پښتونخوا کې د واورو غرونو (ګلېشرز) ویلي کیدو مخنیوي او د دغې خوندیتوب لپاره د عملي ګامونو تر څنګ قانون سازي هم پکار ده. دوي زیاتوي تر اوسه په صوبه کې د چاپیریال ساتنې په اړه کوم قانون یا پالیسي نشته چې د اوبو قدرتي ذخیرې خوندي وساتل شي.
د پاکستان سرښار اسلام اباد کې د بنو د پېښې پرضد احتجاج کونکو د حکومت نه د پېښې د پلټنو لپاره د عدالتي کمېټۍ جوړولو غوښتنه کړې. احتجاج کونکو ویلي په دغه پېښه کې ککړ کسانو ته دې سزا ګانې ورکړل شي. د پاکستان د اطلاعاتو وفاقي وزیر عطا تارړ بیا تور لګولی چې ځیني قوتونه د بنو امن مراچ په سر سیاست کوي.
د پيښور سینټرل جیل انتظامیې د الخدمت فاونډیشن نومي یو غیر دولتي فلاحي ادارې په مرستې سره، قیدیانو ته داسې هنرونه ښایي چې د جېل نه خپل کور ته پېسې ولېږلی شي، او آزاده کېدو نه پس راتلونکې کې هم خپل ښه ژوند شورو کړی شي. تفصیل د سعدیه قاسم شاه او هاشم علی راپور کې
د لږکیو د حقونو کارمندانو، د اقلیتونو قامی کمېشن ۲۰۲۴ د ملګرو ملتونو د اصولو سره په ټکر کې بللی او د وفاقی حکومت څخه یې غوښتنه کړې چې د یوه خپلواک او اغیزمن کمیسیون لپاره یو پیاوړی قانون معرفي کړي. نور تفصیل د اسلام اباد څخه رابعه پیر وړاندی کوي:
سبا د ګل/دوشنبې په ورځ مېلواکي ښار کې د رېپبلېکنانو قامي کنوېنشن جوړېدونکی دی چې په کې به ډونلډ ټرمپ د رېپبلېکن ګوند لخوا صدارتي نامزد اعلان کړی شي. دا کنوېنشن په داسې وخت کې جوړیږي چې پرون د خالي په ورځ ټرمپ د یوې قاتلانه حملې نه بچ پاته شوی دی. تفصیل اشفاق مومند وړاندې کوي:
پاکستان يو ځل بيا د افغان زده کوونکو لپاره د هېواد بېلابېلو برخو کې زده کړې ترسره کولو په غرض د علامه اقبال سکالرشپونه يا وظیفې اعلان کړي دي. دا اعلان د افغانستان دپاره د پاکستان ځانګړي استازې اصف دراني له خوا شوی دی. د فرید شینواري رپوټ:
په چمن کې د پرلت کميټې يو مشر فيض محمد وايي چې د پرلت کميټې او حکومتي چاﺭواکو تر منځ خبرې ﺭوانې دي او مثبت پيغام وﺭکړل شوی دی. هغه دا خبرې د وي او اې ډيوه همکاﺭ نعمت الله سرحدې سره په چمن پرلت کی په يوه مرکه کې کړي دې.
نور کتل