پښتون فلمي ستوری قادر خان د ژوند اؤ مرګ په برید ولاړ دی

قادر خان

د هندي فلمونو وتلی پښتون ستوری قادر خان چې د تیرو څو کلونو راهسې د ناروغۍ له امله په کټ پروت دی، ناروغتیا یې نوره هم سیوا شوې او کورنۍ یې وایي چې د خبرو اترو او خوراک څخه پریوتی دی.

اتیا کلن قادر خان چې په خټه دکندهار پښتون دی، د ۳۰۰و نه په زیاتو فلمونو کې یې کار کړی اؤ داسې په لسګونو کامیاب فلمونه یې جوړ کړي چې د زیاتو زمانو تیریدو باوجود د خلکو په یاد دي.

پروسږ کال په سوشل میډیا د قادر خان ځینې انځورونه مخې ته راغلي وؤ چې هغه پکې په ویلچئیر ناست لیدل کیدلو اؤ بیخي ضیعف شوی ؤ.

خو اوس چې په سوشل میډيا دقادر خان کوم تازه انځورونه مخې ته راغلي په هغې کې لیدل کیږي چې دغه ستر پښتون فلمي ستوری په کټ بیخي دضیعفۍ حالت کې پروت دی.

​قادر خان دا مهال په کاناډا کې دخپل زوئ سرفراز په کور کې د ژوند وروستۍ شپې ورځې سبا کوي.

دقادر خان د زوئ سرفراز خان له خولې په ټولنیزو رسنیو لیکل شوي چې قادر خان دخبرو اترو اؤ خوراک څخه پریوتی اؤ د قادر خان د مینه والو نه یې دهغه د روغ صحت دپاره د دعا غوښتنه کړې ده.

دقادر خان پلار عبدالرحمان د افغانستان د کندهار ولایت استوګن ؤ خو مور اقبال بیګم یې دبلوچستان د پښين سیمې پښتنه وه اؤ قادر خان پخپله هم دبلوچستان پخپله مورنۍ سیمه پښین کې په ۱۱ دسمبر کال ۱۹۳۷ کې زیږیدلی ؤ .

هغه دخپل ژوند زیاته برخه په هند کې تیره کړې ده خو خپله مورنۍ ژبه پښتو ترې هیره نه ده اؤ تر څو چې له خبرو اترو غورځيدلی نه ؤ په پښتو ژبه به یې خبرې کولې.

په زیاترو فلمونو کې به یې د ټوقمار رول ترسره کولو، خو د فلمونو د ډائیلاگونو په لیکلو کې هم خورا مشهور و.

ښاغلي خان خواوشا پینځه کاله د مخه پخپله یوه مرکه کې د خپل پلرني ټاټوبي افغانستان د لیدلو خواهش څرګند کړی ؤ خو خپلې ناروغۍ موقعه ورنکړه چې خپل وطن افغانستان ته وګرځي اؤ یو ځل بیا دخپل پلار،‌نیکه یادګارونه له نزدې څخه وګوري.

هغه فلمي دنیا ته د پيښور یو بل پښتون فلمي ستوري یوسف خان(دلیپ کمار) بوتلی ؤ اؤ په اول ځل یې په کال ۱۹۷۳ کې د داغ نومې یو هندي فلم نه دخپل فلمي سفر اغاز کړی ؤ.

نصیب، انکهین، ،ډولي راجه، هیرو نمبر۱، ، قرض چکانه هی، سپوت،قلي نمبر۱،، هم هین کمال کی اؤ داسې په لسګونو نور دهغه مشهور فلمونه دي.