د باجوړ او مومندو اولس د افغانستان سره تړلې لارې پرانستل غواړي

د پاکستان قبایلي سیمو باجوړ او مومندو ایجنسو ځایي خلک او کاروباریان د حکومت او امنیتي ادارو نه غوښتنه کوي د افغانستان سره په پوله درې سیمه ایزې لارې دې زر تر زره پرانستل شي.

د پاکستان دغه دواړو قبایلي ایجنسو نه افغانستان ته تلونکې درې لوې لارې د تیرو شپږو میاشتو راهسې امنیتي ادارو تړلې دي.

که څه هم د پاکستان پوځ و ځایي انتظامیه بیا بیا ادعا کوي چې دغه قبایلي سیمې يې د وسله والو نه پاکې کړي خو امنیتي ادارې او ځايي چارواکي وایي دغه لارې يې د امنیتي اندیښنو له امله تړلي دي.

د باجوړ ایجنسۍ د تاجرانو اتحادیې یا چیمبر اف کامرس یو ځايي مشر لالي شاه وي او ای ډیوه ته وايي د سیمې زیات تره خلکو روزګارونه او کاروبارونه د افغانستان تجارت سره تړلي او دلارو د بندیز له امله په سلګونو خلک بې روزګاره شوي دي.

د مومندو ایجنسۍ یو ځایي مشر ملک نادر منان بیا وایي د تجارت سره سره يې د خپلو خپلوانو سره تګ راتګ هم اغیزمن شوی.

د افغانستان سره د باجوړ او مومندو قبایلي سیمو د تړلو لارو له وجې ځايي خلکو او تاجرانو د مشکلاتو په اړه نور حال د ډیوه خبریال ارشد مومند په لاندیني رپورټ کې واورۍ.

Your browser doesn’t support HTML5

د باجوړ او مومندو تاجران د پولې پرانستل غواړي