د ترهگرۍ په شک کې برطانیي ١٢ کسان نیولي

  • ډیوه رپورټ

د برطانيي پولیسو وئیلې چې د سرښار لندن په شمول په یوشمیر نورو ښارونو کې عملیاتو کې يي ١٢ کسان د ترهگرۍ په شک کې نیولې دي

برطانیه کې پولیسو وئیلي د ترهگرۍ خلاف عملیاتو کې يي ١٢ کسان نیولې دي.

د پولیسو یو افسر جان یئیټس د نیول شوؤ کسانو عمرونه د ١٧ ؤ نه واخلې تر د ٢٨ کلونو پورې دي او دوي د گل په ورځ په لندن، سټوک او په کارډف، ویلز، کې د عملیاتو په مهال نیول شوې دي.

یئیټس وئیلې د مشکوک ترهگرو خلاف عملیات د استخباراتی معلوماتو په بنیاد شوې دې او ددې د وړاندې نه منصوبه بندي شوې وه.

هغه ویل چې د نیول شوې کسانونه به د ترهگرۍ د کارویانو د پاره د تیارۍ په حقله تحقیقات کولی شي.

یئیټس نور څه تفصیلات نه دې وړاندې کړې خو هغه وئیلې چې د امنیت خوندي ساتلو د پاره ددغه کسانو نیول ضروري ؤ.