د برتانيې پوليسو د مسلمانو کډوالو په ضد راپارېدلو مظاهرو د قابو کولو تيارۍ نيولې دي، د شورو يا چارشنبې په ورځ د برتانيې په اکثره ښارونو کې سخت دريځه ډلو په هغو مرکزونو او هوټلونو د بريدونو منصوبې تړلې چرته چې کډوال دېره دي.
حکومت په دغو بريدونو کې د لاس لرونکو مظاهرچيانو په ضد د کوټليو ګامونو پورته کولو ژمنه کړې ده.
په برتانيا کې تېره اونۍ هغه وخت د تشدد نه ډکې مظاهرې راپارېدلې کله چې په سوت پورټ ښار د ډانس په يو مرکز کې په ګډېدونکو ماشومانو جينکو اېکسل مګانوا روداکوبانه نومي 17 کلن تورپوستي د چاقو بريدونه کړي وو چې پکې درې ماشومانې په موقع وژل شوې وې او يو شمېر ژوبل وې.
ملزم اېکسل موګانوا په کال 2006م کې د برتانيې په کارډېف ښار کې پېدا شوی وو او د ده مور پلار د افريقايي هېواد روانډا نه برتانيې ته راغلي وو.
د بريدګر په اړه په انټرنټ د دروغو افواګانې خورې شوې وې چې ګنې دی مسلمان کډوال دی، چې په غبرګون کې يې په برتانيا کې د مسلمانانو په ضد مظاهرې را وپارېدلې.
د برتانیې وزيراعظم کېر سټارمر چې پخوانی سرکاري وکيل هم پاتې دی، خبرداری ورکړی ورانکارو ته به اوږده د بند سزا ورکول کیږي:
"مونږه به [د ورانکارو په ضد] سمدستي ګامونه پورته کوو، که تاسو زمونږ په لارو کوڅو کې يا په انټرنېټ تشدد راپاروئ نو د سختو قانوني ګامونو سره به مخ کېږئ".
دا په برتانيا کې په تېرو 13 کالو کې تر ټولو درنې مظاهرې دي، چې په ځينو ښارونو کې په سوونو مظاهره چيانو د پوليسو سره نښتې کړي او د سياسي پناه غوښتونکو په مرکزونو يې بريدونه هم کړي او نعرې يې وهلي چې "دوی د ملک نه وشړئ، د دوی کشتۍ مه راپرېږدئ".
قهرېدليو مظاهرچيانو په جوماتونو هم کاڼي ورولي چې په اړه يې په برتانيا کې د مسلمانانو په ټولنو کې اندېښنې رابرسېره شوي او هغوی په جوماتونو او اسلامي مرکزونو د حفاظتي ګامونو زياتولو غوښتنې کړې دي.
د لندن ناظم يا مېر صادق خان هم د دغو مظاهرو غندنه کړې او ویلي یې دي "د تشدد ډکو مظاهرو اکثره مسلمانان او نور د اقليتي ډلې غړي وېرولي دي".
د مسلمانانو سره سره د نورو مذهبونو کډوال او تور پوستي خلک هم د سخت دريځه مظاهره چيانو لخوا د بريدونو د اندېښنو سره مخ دي.
حکومت د مظاهرو د قابو کولو د پاره 6000 امنيتي عسکر ګومارلي دي. د لندن د پوليسو مشر مارک رولی ويلي، دوی د هر ممکن يرغل مخنيوی کړی دی:
"مونږ په زرګونو امنيتي افسران ټاکلي چې د دې خلکو امنيت خوندي کړي، دا بيخي د زغم وړ نه ده چې سياسي پناه غوښتونکي دې ووېرول شي، که د هغوی سياسي نظريات هر څه وي".
د برتانيې نېشنل پوليس چيفس کونسل وايي د مظاهرو په وخت په وراني کې ککړ 428 مظاهرچيان نيول شوي او 120 پکې جرمانه شوي هم دي.
( په دې خبر کې د رویټرز خبري ادارې نه مرسته اخيستل شوې)