بنګله دېش کې د بده مت یو بوډا راهب وژل شوی

په بنګله دېش کې چارواکو وېلي په باندرابن ضلع کې د بده مت مذهب سره تعلق لرونکې د پوخ عمر یو راهب یا مذهبي مشر د نامعلومه وسله والو لخوا وژل شوی.

ځايي پولیس چارواکو وېلي د ۷۵ کلن مونګ شوېي یوچک په وینو لړلی مړی د خالي په ورځ په نیکنګچاري کلي کې موندل شوی. دغه کلی د سرښار ډهاکې نه ۳۵۰ کلومیټره لرې پروت دی.

پولیسو وېلي تر اوسه د دغه راهب د مرګ پړه چا په غاړه نه ده اخستې. خو د تیرڅه وخت راهسې په دغه هیواد کې ازاد فکره لیکوالان، استاذان، خارجیان اود نورو مذهبونو سره تعلق لرونکي خلکو د وژنې پېښې سوا شوي دي.

د بنګله دېش ډېلي سټار اخبار د یو رپورټ تر مخه د دغې پېښې د خبر وروستو په دغه کلي کې یرې ترهې سوا شوي. اخبار د وژل شوي راهب د ځوي لخوا ويلي ( د دوي د چا سره څه دشمني نه وه).

د بشري حقونو لپاره کار کونکي یو وکیل د فرانس خبري ادارې ای – اېف- پي ته وېلي یوچک ته څو وارې د مرګ دهړکې ورکړی شوې وې خو هېچ چا هم دغه په سنجیدګې سره نه وې اخستې.

په بنګله دېش کې د یوچک مرګ په دغه ازاد خیاله یا سېکولر هیواد کې د ازاد فکره لیکوالانو، خارجیانو اود نورو مذهبونو سره تعلق لرونکي خلکو د وژنې تازه پېښه ده.

د دغه وژنو وروستو په بنګله دېش کې د تندروه ګوندنو لخوا د حدفي وژنو اندېښنې نورې هم سوا شوي.

د داعش او القاعده سره تړلي وسله وال ګوندونو وړاندې ددې نه په بنګله دېش کې د دغه شان بریدونو ذمه واري قبوله کړی. خو د بنګله دېش حکومت بیا په خپل هیواد کې د دغه وسله والو ګوندونو موجودیت نه انکاري دی. په دغه هیواد کې تر اوسه شوي دغه شان وژنو نه خو ازادې پلټنې شوي او نه څوک برید کونکي نېول شوي.