برما کې په تیرو ٢٠ کلونو کې وړمبې انتخابات

  • ډیوه رپورټ

برما کې په تیرو ٢٠ کلونو کې وړمبې انتخابات

د پوځي واک د لاندې هیواد برما کې په تیرو ٢٠ ؤ کلونو کې په وړمبي وار انتخبات شوې دي چې د اختلاف گوندونو پکښې د درغلۍ الزامات لگلولې دي او نړې والو طاقتونو ویئلې ووټونه نه خو ازاد ؤ او نه منصفانه.

د اتوار په ورځ شوې انتخاباتو په حقله د برما پوځي واکدارانو نه دې وئیلې چې د ووټ اچونکوې شرح څه وه او یا به د ووټونو نتائج کله اعلانول کیږي.

د برما د سرښار رنگون نه راغلې رپورټونو ترمخه داسې ښکاره کیده چې د ووټ اچونکو شرح ډیره کمه وه، په لارو کوڅو کې خاموشوې وه او پولیسو په سړکونو گزمې کولې.

د برما پوځي حکومت په خارجي صحافیانو پابندې لگولې وه او نړې والو څارنه کونکو ته په ووټونو د نظر اچولو اجازت نه ؤ. چارواکو د جاپان یو صحافې نیولی چې تهائې لینډ نه برما ته تللی ؤ چې د انتخاباتو خبرونه راغونډ کې.

د برما د اساسي قانون یا آئین ترمخه، د هیواد د پارلیمان څلورمه برخه چوکۍ د پوځي چاروکو د پاره ټاکلی شوې دي. په برما د تیرو ٥٠ ؤ کلونو راهسې پوځ حکومت کوي.

د امریکې صدر باراک اوبامه او د برطانيي خارجه وزیر ویلئیم هیگ په برما کې د انتخاباتو غندنه کړې ده. د اتوار په ورځ په خپلو خپلو بیانونو کې دوې وویل چې د برما انتخابات خو نه ازاد او نه منصفانه ؤ.

باراک اوبامه چې دا وخت د هند په سفردی، په ممبۍ کې خپله وینا کې وویل د برما وولس د ډیر وخت راهسې ددې حق نه محرومه کړی شوې دي چې خپل ځان د پاره په خپله حکومت منتخب کړی شي.