نړۍ د آنگ سان سوچي د ازادۍ هرکلی کړی

  • ډیوه رپورټ

د برما د اختلاف مشره آنگ سان سوچي د خپل گوند لیگ فار ډیموکریسي مرکزي دفتر کې خپلو پلویانو ته هرکلی وائي

د نړۍ د مختلفو هیوادونو مشرانو برما کې د پوځې حکومت مخالفې مشرې آنگ سان سو چي د ازادۍ ستائنه کړې ده او په برما او په سیمه کې د نیول شوؤ نورو سیاسي قیدیانو د ازادۍ غوښتنه هم کړې ده.

د آن سان سوچي د ازادۍ هرکلی کونکو کې د تبت مذهبي مشر دلائي لاما هم شامل دی. د اتوار په ورځ دلائي لاما په چین غږ ووکړو چې هلته په ځندان کې بند سیاسي کارکونکی لیو زییاؤباؤ دې هم خوشی کړی شي.

لیو زییاؤباؤ په چین کې د جمهوریت او د انساني حقوقو د پاره د اصلاحاتو غوښتنه کوي.

لیو ته د اړې گړې راپارولو په سر ١١ کاله د قید سزا ورکړی شوې ده. هغه سږ کال د پاره د نوبل انعام گټونکی کرځولی شوی دی. چین وائې لیو یو مجرم دی او هغه ته نوبل انعام يي د چین په چارو کې لاس وهنه گرځولې ده.

دلائي لاما هم د آنگ سان سوچي په رنگ نوبل انعام گټلی دی. په کال ١٩٥٩ کې تبت کې د چین خلاف د ناکامه بغاوت ورستو دلائي لاما د هیواد نه بهر د جلا وطنۍ ژوند تیروي. چین هغه یو بیلتوخوښی گڼي.

د انساني حقوقو نړې والا اداره ایمنسټي انټرنیشنل وائې د آنگ سانگ سوچي د ازادۍ ورستو نړې واله ټولنه باید د هاغه ٢،٢٠٠ قیدیانو نه نظر وانړوي څوک چې اوس هم د سختو شرائطو د لاندې په ځندانونوکې بند ساتلی شوې دي.

د امریکې صدر باراک اوبامه، د ملگرو ملتونو عمومي سکتر بان کې مون او د اروپائي کمیشن مشر جوز مینیئول بیروسو هم په برما کې د سیاسي قیدیانو د خوشې کیدو غوښتنه کړې ده.