پاکستاني سوداګر: د سود شرح کې زیاتوالی به ملکي اقتصاد ته زیان ورسوي

د پاکستان سټېټ بېنک آف پاکستان د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د سود په شرح کې 02.5 زیاتوالي اعلان کړو چې ورسره د سود شرح 12.25 فیصد ته رسېدلې

پاکستان کې کارخانه دارو او سوداګرو د ملک مرکزي بېنک لخوا د سود په شرح کې په زیاتوالي فکرمندي ښودلي او وېلي د سود په شرح کې زیاتوالی به د ملک اقتصادي ودې او برامداتو ته زیان ورسوي.

د پاکستان سټېټ بېنک آف پاکستان د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د سود په شرح کې 02.5 زیاتوالي اعلان کړو چې ورسره د سود شرح 12.25 فیصد ته رسېدلې.

د سټېټ بېنک ګورنر ډاکټر رضا باقر ويلي ملکي اقتصاد دا وخت د کورني او بهرني چېلنجونو ترڅنګ د ګرانۍ سره مخ دی.

نوموړي ويلي د سود په شرح کې زیاتوالی به ګراني د کنټرول لاندې راولي او په پاکستانې کرنسۍ به دباو راکم کړي.

په خېبر پښتونخوا کی سوداګر وایي د سود په شرح کې زیاتوالی به ددوي کاروبارونه اغیزمن کړي او ور سره به په ملک کې بی روزګاري نوره هم زیاته شي.‌

په خېبر پښتونخوا کی د چېمبر آف کامرس اېنډ اېنډسټریز پخوانی مشر زاهد علی شینواري وي او ای ډیوه ته وایي د سود په شرح کې زیاتوالی د کاروبارونو دپاره ډیر زیان مند دی ځکه چې د نوموړي په وېنا د سود زیاتوالې له وجې په کاروبارونو خرڅونه زیات شی او کاروبارونه د تاوان سره مخامخ شي.‌

نوموړی وايي‌ د سود شرح کې زیاتوالي له وجې د پاکستان د وړاندې نه کم برآمدات په نړیوال مارکېټ کی د نورو ملکونو مقابله نه شي کولی او زیاتوي د سود په شرح کې زیاتوالي سره اقتصادي پرمختیا په قلاره شي.

زاهد شینواري وېلي، ”د سود زیاتوالي له وجې اقتصاد جمود ته لاړ شي ، سرمایه کاري نه کیږی او مجموعی کاروبار کم شی په بېنکونو کی پیسې خو راشې خو په مارکېټ کی خلک بېروزګاره شی او دهغې اثر په پرمختیا پرېوزي.،،

د پاکستان اقتصادي پرمختیا ادارې PIDE د فرورۍ په میاشت کې خپور کړي یو رپورټ‌ کې وېلي دا وخت د ملک 31 فیصده ځوانان بې روزګاره دي چې پکې 16 فیصد هلکان او 51 فیصد جینکۍ دي. PIDE په خپل رپورټ کې وېلي په دغو کې ګڼ‌ شمېر ځوانانو د پېشه ورانه او اعلا تعلیم ډګرۍ ترلاسه کړي.‌‌

د پاکستان د شماریاتو ادارې وروستي رپورټ ترمخه په ملک کې د مارچ په میاشت کې په مجموعي توګه د ګرانۍ شرح 12.72 فیصد رېکارډ کړی شوې. ددې وړاندې د فرورۍ په میاشت کې د ګرانۍ شرح 12.2 فیصد وه.

د پاکستان مرکزی بینک روانه اوونی ویلی وو چی د بینک په غیر ملکی زرمبادله ذخیره کی 3 ارب ډالره کمی راغلی چې ورسره د ملک زرمبادله ذخیرې 17 ارب ډالره ته راکمې شوي دي.

د امریکې وتلې ورځپاڼې بلومبرګ د تېر اتوار په ورځ‌ په یو رپورټ‌ کې وېلي وو د نړیوالې مالیاتي ادارې، آي اېم اېف پاکستان ته د قرض ورکوونکې قسط کې وروستووالي سره به سرمایه کاران ددغه هېواد نه په تېزۍ سره خپله سرمایه بهر ته یوسي او دا به د وړاندې نه د ملک په ښکته تلونکې بهرنۍ زرمبادله ذخیرو باندې دباو زیات کړي.‌ بلومبرګ ورځپاڼه وايي‌ ددې سره به د پاکستانې کرنسۍ قدر نور هم کم شي او په ملک کې به ګرانۍ زیاته شي.

د روان مالي‌ کال جولايي نه تر فرورۍ میاشت پورې د پاکستان کرنټ اکاونټ خساره د 12 ارب ډالر نه زیاته شوې.‌ ددې وړاندې تېرکال هم په دغه هومره موده کې د پاکستان کرنټ اکاونټ یو ارب ډالره سرپلس یعنې زیات وو.