په شام کې داعش وسله والې ډلې سره د مرستې په جرم امریکايي عدالت د کېنېډې یو شهري ته د شل کاله قېدا سزا ورکړې ده.
عبدالله هي احمد عبدالله هي ته سزا د ګل، دوشنبې، په ورځ ورکړی شوه.
د امریکې د انصاف وزارت ترمخه ۳۷ کلن عبدالله هي په کال ۲۰۱۹ کې د کېنېډې نه امریکې د راوستل شوي و.
وزارت وویل هغه د ۲۰۲۱ د ډسمبر په میاشت کې د امریکې په کېلېفورنیا ریاست کې په وفاقي عدالت کې د خپل جرم اعتراف وکړو.
په هغه الزام و چې د هغو شپږو کسانو په تګ کې يې مرسته کړې وه چې داعش ترڅنګ جنګېدو دپاره د شمالي امریکې نه شام ته تللي وو.
عبدالله هي منلي چې د دغو کسانو د سفر خرچ دپاره يې په کال ۲۰۱۴ کې په کېنېډا کې د یو زرګار په دوکان ډاکه وهلې وه.
د امریکې د انصاف وزارت وویل عبدالله هي چې شام ته تګ کې د کومو کسانو مرسته کړې وه هغه د داعش په صف کې د جنګېدو په مهال وژل شوي دي.
یادونه: د دې خبر معلومات د ای اېف پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي