چودهدري نثار: ترهگرۍ په ضد جهگړه کې راسره مذهبي حلقې ملگري دي

چودهدري نثار وئيلي ، په ملک کې ۹۰فيصده مدرسې په سمه طريقه چليږي ،

د پاکستان د کورنو چارو مرکزي وزير چودهري نثارعلي خان وئيلي ، په ملک کې به يواځې د هغو مدرسو په ضد کاروايي کولی شي ، د چا په ضد چې ترهگرۍ او انتهاپسندۍ کې د ککړتيا ثبوتونه مېلاؤ شي .

پلازمينه اسلام اباد کې خبري غونډې په وينا کې چودهدري نثار ووئيل ، چې د ټولو مکتبه فکر سره تعلق لرونکو مذهبي مشرانو او د مدرسو چلوؤنکو په دغې لړ کې حکومت سره د پورې مرستې کولو باور ورکړی دی .

تېره مياشت پېښور کې په سکول د ترهگريز بريد وروستو د ملک نه د ترهگرۍ د خاتمې دپاره قامي تگ لاره جوړه کړی شوې ، چې پکې وئيل شوي د ترهگرۍ او انتهاپسندۍ د هرقسمه ملاتړ کوؤنکو په ضد به هم کاروايي کولی شي .

ولې د ځينو مذهبي حلقو لخوا د حکومت په دغې گام نيوکې شوې ، او وئيل شوي وو چې دا د مدرسو په ضد سازش دی .

چودهدري نثار وئيلي ، په ملک کې ۹۰فيصده مدرسې په سمه طريقه چليږي ، خو که چرته د کومې مدرسې نه مشکوک شواهد ترلاسه کيږي ، نو په ضد به يې کاروايي کولی شي او په دغې لړ کې مذهبي مشرانو حکومت سره د ملاتړ باور ورکړی دی .

د کورنو چارو د وزير په وينا د ټولو مکاتب فکر والا مدرسو تنظميونو ورته وئيلي ، چې په کومه مدرسه کې وران کاري وي تاسو کاروايي کوي مونږ به مو ملگرتيا کوؤ .

چودهدري نثار وئيلي ، د مدرسو د رجسټرډ کولو او په ضابطه کې د راوستو د طريقې په لړ کې اصلاحات کولی شي ، او په قبائيلي علاقو کې د موجودو مدرسو دپاره هم په قانون سازۍ کولو غور روان دی چې په ضابطه کې راوستی شي.

نوموړي وئيلي چې د فرقه واريت د خاتمې دپاره به هم اصلاحات کولی شي ، او هيله يي څرگند کړی چې په دغې لړ کې به ورسره هم مذهبې حلقې مرسته وکړي .

پاکستان کې چې د تېرې اوږدې مودې راهسې د ترهگرۍ او انتهاپسندۍ له امله په زرگونو کسان وژل شوي او معيشيت يې ترې سخت اغېزمند شوی ، په ملک کې دينې مدرسو ته گوته نيول کيږي چې انتهاپسندي هم د دغو ځايونو نه خوريږي ، او ځينې حلقې بيا د مدرسو د اصلاحاتو خبره هم کوي ، ولې د مذهبي ډلو د مخې ته راتلو له کبله په تېر وخت کې دغه گام نه دی پورته کړی شوی .

ولې تېره مياشت پېښور کې په سکول د طالبانو د حملې چې پکې ۱۵۰ کسان وژل شوي او زياته شمېره پکې د ماشومانو وه ، د دغې پېښې وروستو د ملک سياسي او عسکري مشرانو نه علاوه زياتره حلقې د ترهگرۍ او انتهاپسندۍ د خاتمې دپاره د کوټلو گامونو پورته کولو په کلکه ملاتړ کوي .