چین د پاکستان ناکراره صوبه بلوچستان کې د ترهګرۍ وروستۍ پېښې په کلکه غندلي اؤ ویلي یې دي چې د ترهګرۍ په ضد جګړه کې به د پاکستان مرستې ته دوام ورکوي.
تېره ورځ د چین د خارجه وزارت ترجمان لن جیان خبریالانو ته د احوال تېرولو په مهال ویلي، مونږ بلوچستان کې د ترهګرۍ رپورټونه لیدلي اؤ چین ددې ترهګریزو بریدونو په سختو ټکو کې غندنه کوي.
هغه وویل، مونږ دې بریدونو کې په شوؤ وژنو غمجن یو اؤ چین د هر رقم ترهګرۍ خلاف پیاوړی ولاړ دی اؤ د ترهګرۍ خلاف جګړه کې به د پاکستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.
ویاند وویل، د ټولنیز یووالي اؤ ثبات پر ځای ساتلو لپاره به چین د پاکستان ملاتړ دوامداره ساتي اؤ خلکو د تحفظ لپاره به ورسره کوټلی ملاتړ کوي.
هغه وویل چین د پاکستان سره د امنیتي همکارۍ لا پراخولو اؤ د پاکستان سره سیمه کې د امن اؤ سلامتۍ د ګډ تحفظ لپاره تیار دی.
د دوشنبې- ګل په ورځ بلوچستان کې د وسله والو په بریدونو اؤ د پوځ ځوابي عملیاتو کې تر ۷۰ؤ د زیاتو کسانو د وژنې رپورټونه مخې ته راغلي وؤ.
بلوڅ یاغي وسله والې ډلې بي ایل ای د دې بریدونو ذمه واري پر غاړه اخستې اؤ دعوه یې کړې ده چې دې بریدونو کې یې ۱۳۰پاکستاني پوځيان وژلي خو د بي ایل اې دا دعوه تر اوسه ازادو سرچینو نه ده تصدیق کړې.
په رسنیو دغو بریدونو کې یوازې د ۱۴ امنیتي عسکرو د وژل کېدو خبرونه مخې ته راغلي دي.
د امنیتي چارو کار پوهان د بدامنۍ ښکار د پاکستان په بلوچستان صوبه کې د تشدد او ناامنۍ په وروستيو پېښو ژورې اندېښنې څرګندوي او دا په بلوچستان صوبه کې د سي پېک لاندې د چين پانګونو ته ستر او جدي ګواښ بولي.
د پاکستان وزير اعظم شهباز هم بلوچستان کې د بلوڅ وسله والو دا پراخه او مربوطې حملې د سي پېک لاندې د ترقياتي پروژو د ودرولو هڅه ګرځولې ده.
چين دا وخت د پاکستان چين اقتصادي راهدارۍ د منصوبې سي پېک لاندې د توانايۍ په بېلابېلو منصوبو د 28 اربه ډالرو په لګښت کار کوي چې پکې په بلوچستان حب او ګوادر کې د سکرو څخه د بجلۍ پيدا کولو منصوبې شاملې دي.
پوهان وايي د چين لپاره په پاکستان او په ځانګړي توګه بلوچستان کې امنيت لوي چېلنج دی.
د توانايۍ او سي پېک د چارو کارپوهه ډاکټر خالد وليد ډيوه ته ویلي"د يو هيواد په بل ملک کې تر ټولو لويه سرمایه کاري د انساني ژوند په شکل کې وي او د چين يا نورو هيوادونو څخه دلته د راغلو کار کونکو ژوند که په خطر کې وي نو هغوي به چري هم په دې ملک کې سرمايه کاري ونه کړي".
د امنیتي چارو څيړونکي وايي، چين په بلوچستان کې لويه سرمايه کاري کړې ده او پکار وه چې د بلوچستان د ولس په سترګو کې د چين يو ښه انځور جوړ شوی وی او زیاتوي د بلوچستان د کشالې پوځي حل ممکن نه دی.