چینائي وزیراعظم به د هند سفر کوي

  • ډیوه رپورټ

د هند وزیراعظم وین جیاؤ باؤ او د پاکستان صدر آصف علي زرداري

د چین وزیراعظم وین جیاؤ باؤ به دا هفته د هند سفر کوي او چارواکي وائې هغه به هندي مشرانوسره د تجارت او سرحدي موضوعاتو خبرې اترې کوي.

د چین د خارجه وزارت چارواکو د گل په ورځ وئیلې د هند د سفر ورستو به چینائي وزیراعظم د دریو ورځو د پاره پاکستان ځي.

د چین او د هند تعلقات د ډیرې مودې راهسې د همالیه په سیمه کې په مشترکه سرحد باندې د لانجې په وجه د کړکیچ ښکار دي. او هند د بحرهند په غړه د چین د پنگو لگولو منصوبو ته د شک په نظر گوري.

خو څیړونکې وائي د هند د سفر په مهال د چین وزیراعظم وین جیاؤ باؤ به کوشش کوي چې هند سره تعلقاتو کې د لانجې کمې کړی شي. وین جیاؤ باؤ به د شورو په ورځ هند د رسي.

د هند او چین په منځ د تجارت موضوع هم اهمیت اختیار کړی دی. هند به کوشش کوي چې چین سره د تجارت خساره کمه کړی شي. یواځې سږ کال به چین سره د هند د تجارت د خسارې کچه ٢٥ اربه ډالره وي.

طمعه کیږي هند به غواړي چې چین د ملگرو ملتونو امنیتي شورا یا سکیورټي کاؤنسل کې د هند دائمي غړې توب ملا اوکړې. د امریکې صدر باراک اوبامه په ورستیو کې د هن د سفر په مهال وئیلې امریکا به په دې لړې کې د هند ډله کوي خو چین په دې حقله څه ژمنه نه ده څرگنده کړې.

د هند د سفر ورستو په وین جیاؤ باؤ پاکستان ته رسیږي. امید دی چین به پاکستان سره د خپلو مرستو لړۍ جاري ساتي او امکان دی چې دواړه هیوادونه به د ایټمي توانائې په مد کې همکارۍ په مضوع به هم خبرې اترې کوی. چین د وړاندې نه پاکستان ته د دواؤ ایټمي بټیو ورکولو ژومنه کړې ده ددې باوجود چې پاکستان د ایټمي وسلو مخنیوي د پاره معاهده این پې ټې نه ده لاس لیک کړې.